لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دترهه ګرۍ په ضد عسکري جګړه ګټو خو نفسياتي جګړه بائيلو،چوهدري نثار

 اسلام اباد کې مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال چوهدري نثار دعوه وکړه چې دترهه ګرۍ په ضددجوړې کړل شوې قومي تګلارې لاندې کاميابۍ ترلاسه کيږي اؤ دتيرو ٩ؤ کلونو په پرتله مرګ ژوبله کې کمى راغلى، هغه وويل تيرو وختونو کې به دورځې اووۀ ، اووۀ چاؤدنې کيدې خو اوس تر څو ورځو کومه بده پيښه نۀ رامينځته کيږي.

پاکستان کې تيرکال دترهه ګرۍ دپيښو په يادونې کولو سره ددغه هيواد دکورنو چارو وزير چوهدري نثار علي خان وئيلي دي دترهه ګرۍ دمخنيوي په جوړه کړل شوې قومي تګلاره يواځې هاغه خلک نيوکې کوي چې دا يې لوستلې هم نۀ ده.

اسلام اباد کې مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال چوهدري نثار دعوه وکړه چې دترهه ګرۍ په ضددجوړې کړل شوې قومي تګلارې لاندې کاميابۍ ترلاسه کيږي اؤ دتيرو ٩ؤ کلونو په پرتله مرګ ژوبله کې کمى راغلى، هغه وويل تيرو وختونو کې به دورځې اووۀ ، اووۀ چاؤدنې کيدې خو اوس تر څو ورځو کومه بده پيښه نۀ رامينځته کيږي.

دچارسدې دحملې په تناظر کې په ايکشن پلان دتنقيد کوونکو په لوري داشارې په کولو سره چوهدري نثار وويل هغوي دترهه ګرۍ په ضد دټوپک په جګړه کې کاميابۍ ترلاسه کوي خو نفسياتي جګړه بائيلي ځکه چې دترهه ګرۍ په يوه پيښه طوفان راوستلى شي اؤ مايوسي خورولى شي، چوهدري نثار وويل هغوي هاغه څه کوي چې دښمن يې غواړي.

هغه وويل کله چې هيواد دجنګ په حالت کې وي نو قام ته اميد ورکولى شي نۀ چې دمايوسۍ په لوري ورديکه کولى شي اؤ دغسې کول په اصل کې ددښمن دمضبوطولو برابر خبره ده.

چوهدري نثار وويل دترهه ګرۍ په ضد جګړه روانه ده اؤ ترڅو چې جنګ روان وي نو جګړه ددواړو خواؤ لخوا کيږي خو دې لړ کې سياسي پوائنټ سکورنګ نۀ دى پکار.

چوهدري نثار دغه څرګندونې وروستو له هغې کړي چې تيره ورځ دپاکستان پيپلز پارټۍ سينئر مشر اؤ قومي اسمبلۍ کې دحزب اختلاف لارښود خورشيد شاه دکورنو چارو په وزير تنقيد کړى ؤ ا ؤ وئيلي يې وؤ چې دچارسدې دپيښې څخه وروستو دهندي وزيراعظم له لوري خو دغندنې بيان مخې ته راغلى ؤ خو چوهدري نثار ددغه پيښې غندنه هم نۀ ده کړې.

خورشيد شاه دچارسدې دپيښې پلټنو لپاره دجوډيشل کميشن دجوړولو غوښتنه هم کړې وه.

په ٢٠مه جنورۍ دخيبرپښتونخوا چارسده سيمه کې په باچاخان يونيورسټۍ يوه ترهه ګريزه حمله کې ٢١ کسان وژل شوي اؤ د٥٠ؤ څخه زيات نور ژوبل شوي وؤ.

چوهدري نثار هيواد کې دسکولونو دبنديدو په معامله وويل چې دسکولونو په بنديدو اختلافونه لري، هغه وويل پکار ده چې دښمن ته دطاقت، ګټې اؤ اتفاق پيغام ورکړل شي خو ځينې خلک دترهه ګرو په ايجنډا کار کوي.

داخله وزير وويل ترهه ګر اسان هدفونه په نخښه کوي، پاکستان کې په سلګونو سکولونه دي اؤ دهر يو امنيت ګران کار دى خو تعليمي ادارو ته امنيت ورکول پکار دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG