لاس رسیدونکی لینک

افغانستان کې دداعش دريډيوي خپرونو لمنه غځيږي،راپور


دداعش ايف ايم اسټيشن” دخلافت دغږ “ په نوم سره دپاک افغان پولې سره نزدې سيمو څخه خپرونې کوي.

افغانستان کې حکومت دتندروه ډلې داعش دريډيوي خپرونو په بندولو کې ناکامه پاتې شوى اؤ اوس داسې اطلاعات ترلاسه شوي چې ددغو خپرونو لمنه نور هم غځيږي.

دداعش ايف ايم اسټيشن” دخلافت دغږ “ په نوم سره دپاک افغان پولې سره نزدې سيمو څخه خپرونې کوي.

روانه اوونۍ کې يې په دري ژبه پروګرام خپرول پيل کړي اؤ دغه شان اوس دداعش خپرونې په پښتو اؤ دري ژبو کې اوريدل کيږي.

ددغه ريډيو دخپرونو پيل تير کال شوى ؤ چې مقصد يې هاغو سيمو پورې دويرې پيغام رسول دي کومو کې چې دداعش جنګيالي موجود دي.

دغه خپرونې دافغانستان دننګرهار ولايت مرکزي ښار جلال اباد اؤ دپاکستان سرحدي سيمو پورې هم اوريدل کيږي.

دجلال اباد دسيمه ييزو خلکو وينا ده چې زياتره خلک دا خپرونې اوري ځکه چې دغه دنورو اسټيشنو څخه مختلفې دي.

دوائس اف امريکا داردو څانګې ديو راپور ترمخه ١٤ کلن احمدالله هم دنورو مشرانو سره کښيني اؤ دغه خپرونې اوري، هغه وائي” زۀ دا ريډيو دتيرو دريوؤ کلونو راهسې اورم په دې قراني ايتونه اؤ داسلام دپيغمبر حديثونه خپريږي“

دغه خپرونې دسحر اوؤ بجو څخه نهو بجو پورې وړاندې کولى شي چې پکې دافغان حکومت اؤ طالبانو په ضد پروپيګنډه، داعش کې دشامليدو بلنه، سرکاري ملازمانو لپاره دړکې اؤ دداعش دجنګيالو مرکې وړاندې کولى شي.

جلال اباد کې يو ټولنيز کارکوونکي عبدالرحمان وائس اف امريکا ته وئيلي دي” ما ځينې خلک ليدلي دي، معلومه نۀ ده چې هغوي ټوقې کوي که سنجيده دي،هغو وائي که دغه خپرونې جاري پاتې شوې نو هغوي به داعش کې شامل شي“

لمړى افغان چارواکو وئيلي وؤ هغوي به دداعش خپرونې بندوي اؤ دې لړ کې يې دکاميابۍ دعوې هم کړي خو اوس ولايتي حکومت اعتراف کړى چې په دغسې کولو کې ناکامه شوى.

دننګرهار دوالي وياند عطاء الله خوګياڼي وائس اف امريکا ته وئيلي دي چې” هغوي( دداعش جنګيالي) ديو ځايې څخه بل ځايې ته ځي، هغوي په يو ځايې نۀ پاتې کيږي اؤ هم دا وجه ده چې مونږ تر اوسه دا بند نۀ کړى شو“

خو عبدالرحمان دغه وجه رد کړې اؤ وئيلي يې دي حکومت ته دا په هر صورت کې بندول پکار دي.

تيرکال داعش دافغانستان ختيزو برخو کې خپلې پښې مضبوطول پيل کړي اؤ دغلته يې دطالبانو سره نښتې هم شوي دي.

XS
SM
MD
LG