امريکايي ځواکونه په ليبيا کې موجود دي او د ځايي ممکنه ملګرو په لټه کې دي چې د ترهګرې ډلې داعش په ضد عمليات پراخه کړي .
د دفاع د وزارت پېنګان وياند پيټرکوک د شورو په ورځ خبريالانو سره خبرو کې وئيلي چي امريکايي ځواکونه په ليبيا کې موجود دي او هڅه کوي چې ځايي قوتونو سره اړيکي ټينګې کړي ، د هغه په وينا چې دويې معلومه کړي چې هلته کوم قوتونه دي کوم چې د امريکا د ملاتړ قابل دي او کومو سره ملګرتيا مخ په وړاندې بوتلی شي .
کوک وويل په ليبيا کې په کمه شمېره کې امريکايي عسکر موجود دي او دغه ځواکونه يې د ليبيا د چارواکو په وينا هلته په ځايې کړي دي .
که څه هم داعش ډله په ليبيا کې په قوت کې نه ده ولې په ورستيو مياشتو کې ليدل شوې چې دغلته ځان مظبوطوي او د سرت ښار سره په چاپېره علاقو کې يې خپل کنټرول زيات کړی دی .
د امريکا د استخباراتو معلومات لرونکي يو چارواکي وايس اف امريکا ته وئيلي چې د يوې پلان شوې منصوبې لاندې د کال ۲۰۱۵م په ورستيو اوونو کې د داعش ۵۰۰ جنګيالي د شام او عراق نه ليبيا ته تلي دي . غربي چارواکي وايي کېدی شي په ليبيا کې د جنګيالو دغه شمېره اوس ۵۰۰۰ ته رسېدلې وي .
کوک وئيلي ، دغه حالات زمونږدپاره د اندېښنې وړ کېدی شي او مونږ په نورو لارو غور کوؤ چې د داعش خطره زياته نه شي .
د کوک د دغه بيان نه وړاندې يو لوړ پوړي امريکايي چارواکي خبرداری ورکړی چې په ليبيا کې داعش د سيمه ييزه خطرې حيثيت لري .
د امريکا د ګډو ځواکونو مشر جنرال ډنفورډ د جمعې په ورځ مطبوعاتو سره خبرو کې وئيلي ؤ چې د داعش د مخې نيولو دپاره کلک پوځي عمليات کول پکار دي ، او دغه عمليات په داسې ډول پکار دي چې د اوږدې مودې د سياسي عمل برخه وي .
ډنفورډ وئيلي زما په خيال مونږ له هڅې تېزول پکار دي ، او په ليبيا کې د امريکايي عملياتو پرېکړه د راتلونکو څو اوونو معامله ده .
امريکا له وړاندې نه په ليبيا کې د داعش په ضد عملياتو باندې راضي ده ، تېر د نومبر په مياشت کې يې په ليبيا کې يوه فضايي کارروايۍ کې د داعش يو مشر ابونبيل په هدف کړی ؤ .
داعش د اوږدې مودې نه په ليبيا کې جنګيالو ته روزنه ورکوي او د دغه ځايې نه يې عراق او شام ته ليږي ، اودا د داعش ډلې د منصوبې برخه ده .