لاس رسیدونکی لینک

پاکستان دې درايې دڅرګندونې ازادۍ لپاره فوري ګامونه واخلي،هيومن رائټس واچ


دشورو په ورځ دبشري حقونو په اړه خپل نړيوال راپور کې دپاکستان په حواله تنظيم وئيلي دي چې تيرکال طالبانو اؤ نورو تندروه ډلو دميډيا دفترونه اؤ صحافيان په نخښه کړي دي.

دبشري حقونو نړيوال تنظيم هيومن رائټس واچ وئيلي دي چې پاکستان کې ٢٠١٥م کال کې خبريالان دتندلارو اؤ امنيتي ځواکونو دواړو لخوا ددړکو اؤ ويرولو سره مخ پاتې شوي دي.

دشورو په ورځ دبشري حقونو په اړه خپل نړيوال راپور کې دپاکستان په حواله تنظيم وئيلي دي چې تيرکال طالبانو اؤ نورو تندروه ډلو دميډيا دفترونه اؤ صحافيان په نخښه کړي دي.

راپور کې دا هم وئيل شوي دي چې دترهه ګرۍ دمخنيوي دعملياتو په مهال صحافيان په شکمنه توګه دامنيتي ځواکونو لخوا دشوؤ بشري حقونو دخلاف ورزو لړ کې درپورټنګ يا په دې دنيوکو کولو څخه منعې کړى شوي دي.

روانه مياشت کې هم اسلام اباد کې ديو شخصي ټي وي چينل په دفتر دلاسي بم حمله شوې وه چې پکې يو پوليس عسکر ژوبل شوى ؤ.

له دې وړاندې تيرکال ددسمبر مياشت کې لاهور کې په موټر سائيکل سورو وسله والو ديو بل شخصي ټي وي چينل په دفتر دلاسي بم حمله کړې وه، دغه بريد کې هم څلور کسان ژوبل شوي وؤ، دنومبر په مياشت کې فيصل اباد کې ديو بل شخصي ټي وي چينل په دفتر هم دغه شان حمله شوې وه چې پکې دادارې درې غړي ژوبل شوي وؤ.

خو دواکمن ګوند مسلم ليګ(ن) سره تعلق لرونکي دقومي اسمبلۍ غړي طلال چوهدري د وائس اف امريکا اردو څانګې سره دخبرو په مهال وئيلي دي چې يواځې صحافيان دترهه ګرۍ ښکار شوي نۀ دي، بلکې دهغه په قول دپاکستاني ټولنې يوه برخه هم داسې نۀ ده پاتې شوې چې په نخښه کړل شوې نۀ ده.

هغه ترهه ګرو ته په اشارې کولو سره وئيلي دي چې دغه خلک اسان هدفونه په نخښه کوي اؤ په اسانو هدفونو کې دماشومانو سکولونه ،جوماتونه ، چرچونه اؤ نورې عبادت خانې اؤ صحافيان هم دي ځکه چې هغوي ځايې پځايې خپل کار کوي.

دهيومن رائټس واچ راپور کې وئيل شوي دي دپيښور دارمي پبلک سکول دحملې څخه وروستو داسې ګامونه اخستل شوي کوم چې دبنيادي انساني حقونو خلاف دي، دې لړ کې دپوځي عدالتونو دجوړولو اؤ هيواد کې دمرګ دسزا څخه دبنديز پورته کولو يادونه هم شوې چې ترمخه يې تر دې مهاله پاکستان کې ٣٢٧ کسان تيزندي کړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG