لاس رسیدونکی لینک

باچاخان پوهنتون او پېښور سکول باندې د شوؤ بريدونو عدالتي پلټنې دې وشي،خورشيدشاه


د مخالفه ډلو مشر وئيلي اولس غوښتنه کوي چې باچاخان پوهنتون او پېښور کې په سکول باندې ترسره شوؤ بريدونو کې زمه وار دې ښکاره کړی شي .

د پاکستان په ښکتني اېوان (قامي اسمبلۍ) کې د مخالفه ډلو مشر خورشيد شاه د خېبرپښتونخوا صوبې د حکومت نه غوښتنه کړې چې باچاخان پوهنتون او پېښور کې د پوځ د انتظام لاندې چليدونکي سکول باندې د شوؤ بريدونو دې عدالتي پلټنې وشي .

خورشيدشاه په قامي اسمبلۍ کې په خپل چېمبر کې خبريالانو سره په خبرو کې په ملک کې د ترهګرۍ په ضد د جوړې قامي تګ لارې په پوره توګه نه عملي کېدو باندې هم اندېښنې څرګندې کړي دي .

د مخالفه ډلو مشر وئيلي اولس غوښتنه کوي چې باچاخان پوهنتون او پېښور کې په سکول باندې ترسره شوؤ بريدونو کې زمه وار دې ښکاره کړی شي .

نوموړي د خېبرپښتونخوا د صوبايي حکومت نه غوښتنه کړې ده چې د دغو دواړو پېښودې عدالتي پلټنې وکړي .

هغه وئيلي " مونږ نه يُو خبر چې ارمي پبلک سکول او چارسده کې پوهنتون باندې د شوؤ بريدونو اصل رښتيا څه دي او په دغې اړه تراوسه پورې شوؤ پلټنو کې څه معلوم شوي دي ؟ " .

پېښور کې د کال ۲۰۱۴م د دسمبر په ۱۶م نېټه د پوځ د انتظام لاندې چليدونکي سکول باندې طالبانو بريد کړی ؤ چې پکې تر ۱۵۰ پورې کسان وژل شوي وو او زياتره يې ماشومان وو .

او په چارسده کې يوه اوونۍ وړاندې په باچاخان پوهنتون باندې وسله وال بريد شوی او په هغې کې د طالب علمانو په ګډون ۲۱ کسان وژل شوي وو .د طالبانو د دره ادم خېل ډلې د دغه بريد زمه واري قبوله کړې وه .

په قامي اسمبلۍ کې د مخالفه ډلو مشر خورشيدشاه په داسې مهال دغه پوښتنه کړې ده چې پېښور کې په سکول باندې شوي بريد کې د وژل شوؤ ماشومانو مور و پلار هم د وړاندې نه دغه غوښتنه کوي چې په سکول باندې د بريد اصليت دې ښکاره کړی شي او په دغه پېښه کې ککړلاسونه دې په ډاګه کړی شي .

خورشيدشاه د ترهګرۍ په ضد قامي تګ لارې نه عملي کېدو په لړ کې په مرکزي حکومت نيوکې کړي دي ، او وئيلي دي د ترهګرۍ په غټو درې زره مقدمو کې يواځې ۶۰ مقدمې پوځي عدالتونو ته لېږل شوي دي .

نوموړي دا هم وئيلي چې په قامي تګ لاره د عمل نه کولو زمه وار څوک دي چې داخله وزير ځان د دغه خبرې نه جدا کوي .

خورشيدشاه زياته کړې چې د ترهګرۍ د مخنيوي دپاره جوړه اداره نېکټا فعال نه شوه ، اولس د ترهګرۍ سره مخ دی او حکومت خپل سياسي مخالفين په هدف کوي .

په قامي اسمبلۍ کې د مخالفه ډلو مشر د پوځ د سرلښکر جنرال راحيل شريف لخوا په خپل ټاکلي وخت د ريټائرډ کېدو د پرېکړې هرکلی کړی او وئيلي دي د دغه پرېکړې سره به په خلکو کې د پوځ عزت زيات شي .

XS
SM
MD
LG