لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان : دپوليس په مرسته طالبانو ١٠ افغان عسکر وژلي دي


 چارواکو وئيلي دي چې دغه پوليس وروستو دوژل شوؤ پوليسو څخه وسلې تروړلي اؤ دارزګان ولايت په چنارتو اولسوالۍ کې دپوليسو دپوستې څخه تښتيدلى دى.
چارواکو وئيلي دي چې دغه پوليس وروستو دوژل شوؤ پوليسو څخه وسلې تروړلي اؤ دارزګان ولايت په چنارتو اولسوالۍ کې دپوليسو دپوستې څخه تښتيدلى دى.

چارواکي وائي چې دنهې په سحر دافغانستان جنوبي سيمه کې يو پوليس عسکر دطالب جنګيالو په مرستې سره خپل لس پوليس ملګري نشه کړي اؤ بيا يې وژلي دي.

تيره خواؤشا يوه اوونۍ کې دخپلو ملګرو لخوا افغانستان کې دپوليسو دوژلو دغه دوهمه پيښه رامينځته شوې ده.

چارواکو وئيلي دي چې دغه پوليس وروستو دوژل شوؤ پوليسو څخه وسلې تروړلي اؤ دارزګان ولايت په چنارتو اولسوالۍ کې دپوليسو دپوستې څخه تښتيدلى دى.

دارزګان دوالي وياند خبري ادارې اى ايف پي ته وئيلي دي دهغوي پلټنې په ډاګه کوي چې دغه پوليس عسکر دطالبانو مرسته کړې، خپل ملګري يې نشه کړي اؤ دنشې په حالت کې يې وژلي دي.

دپوليسو مرستيال ولايتي مشر رحيم الله خان پيښه کې دوژل شوؤ پوليس عسکرو دشميرې پخلى کړى اؤ وئيلي يې دي چې دوژونکي پوليس دنيولو لپاره عمليات پيل کړل شوي دي.

چارواکي وائي چې دغه ١٠ پوليس عسکر طالبانو ديو پوليس عسکر په مرستې سره وژلي اؤ په وژل شوؤ کې دامنيتي پوستې کمانډر زين الله هم شامل دى.

په عين حال کې طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا وئيلي دي چې ٩ پوليس عسکر وروستو له هغې وژل شوي چې تندلارو په چنارتو کې دپوليسو پوسته قبضه کړه.

دجنورۍ په ١٧مه نيټه څلورو پوليسو خپل ٩ افغان پوليس ملګري په ارزګان ولايت کې وژلي وؤ.

افغانستان کې دخپلو ملگرو لخوا په امنيتي ځواکونو حملې تر څو کلونو يوه لويه ستونزه پاتې شوې اؤ په تيرو وختونو کې دغه رقم بريدونه دامريکائي اؤ ناټو ځواکونو په ضد هم ترسره شوي.

دکال ٢٠١٤م په پاې کې افغانستان څخه دزياتره بهرنو ځواکونو دوتلو داعلان څخه وروستو کال ٢٠١٥م کې افغانستان کې زياته مرگ ژوبله رامينځته شوې وه.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG