لاس رسیدونکی لینک

داعش په يورپ کې په غټه کچه د بريدونو پلاننګ کوي، يوروپول


راپور کې وئيل شوي چې په ابتدايي توګه په دغو حملو کې اسان اهداف په نښه کېدی شي .

د يورپي يونين د پوليس ايجنسۍ (يوروپول) د ګل په ورځ جاري کړي يو راپور کې وئيلي چې تېر کال په پېرس کې د بريدونو نه وروستو د دې خبرې قوي امکان دی چې تُندوره ډله داعش او نورې ترهګرې ډلې يورپ کې په غټه کچه حملې کولی شي .

د يوروپول ترمخه " يورپ ته دا وخت په ۱۰ کاله موده کې د ترهګر بريد تر ټولو غټه خطره ورپېښېدی شي " .

د يوروپول مشر روب وينرائټ يوې خبري غونډې په وينا کې وئيلي چې داعش ډلې د يو نوي جنګي طرز صلاحيت حاصل کړی د کوم د لارې چې هغه په نړيواله کچه غټې ترهګرې حملې کولی شي او په خصوصي توګه يې يورپ په هدف دی .

راپور کې وئيل شوي چې په ابتدايي توګه په دغو حملو کې اسان اهداف په نښه کېدی شي .

د يوروپول لخوا دغه بيان په داسې مهال مخې ته راغلی چې اداره د نېدرلېنډ په پلازمينه (دې هېګ) کې د ترهګرۍ د مخنيوي مرکز جوړوي .

وينرائټ وئيلي په دغه يونټ يا دسته کې به د ترهګرۍ د مخنيوي دپاره ۵۰ ماهرين په ځاې کولی شي او د هغو کار به استخباراتو کې شراکت داري، په بهرملکي جنګيالو او غېرقانونه لارو ترلاسه کوؤنکو مالي وسائلو او وسلو نظرساتل او د ترهګرۍ د مخنيوي په پلټنو کې د يورپي يونين د ملکونو مرستې کول وي .

په شام او عراق کې فعاله تُندروه ډلې داعش يوه ويډيو هم خپره کړې چې پکې په مبينه توګه هغه نهه وسله وال ښکاره کړی شوي څوک چې د پېرس په ترهګربريدونوکې او شام او عراق کې د بنديانو نه د سرونو په غوڅولو کې په مبينه توګه ککړ دي .

په ويډيو کې تېر کال د نومبر په مياشت کې پېرس کې د ترسره شوې ترهګرۍ ځيني منظرونه ښکاره کړی شوي اودغو کسانو ته زمريان وئيل شوي ، چا چې فرانس په ګوډو کړی دی .

د ویډیو په اړه د فرانس صدر فرانسوا اولاند وئيلي چې فرانس د اسلامي دولت یا داعش ډلې له دغه ډول "وحشي بریدونو" څخه نه ویریږي .

XS
SM
MD
LG