لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نيوزي لينډ پاکستان ته په ٧٠ رنز ماتې ورکړې


دګل په ورځ ولنګټن کې لوبول شوي ميچ کې پاکستان دټاس ګټلووروستو نيوزي لينډ ته دلمړي بيټنګ بلنه ورکړه اؤ نيوزي لينډ په جارحانه بيټنګ کولو سره مقررو ٥٠ؤ اورونو کې داتوؤ وکټو په تاوان ٢٨٠ رنز جوړ کړل.
دګل په ورځ ولنګټن کې لوبول شوي ميچ کې پاکستان دټاس ګټلووروستو نيوزي لينډ ته دلمړي بيټنګ بلنه ورکړه اؤ نيوزي لينډ په جارحانه بيټنګ کولو سره مقررو ٥٠ؤ اورونو کې داتوؤ وکټو په تاوان ٢٨٠ رنز جوړ کړل.

نيوزي لينډ لمړي يو ورځني بين المللي کرکټ ميچ کې پاکستان ته په ٧٠ رنز ماتې ورکړې اؤ ددريوؤ ميچونو سيريز کې يې په يو ، صفر سره برتري ترلاسه کړې ده.

دګل په ورځ ولنګټن کې لوبول شوي ميچ کې پاکستان دټاس ګټلووروستو نيوزي لينډ ته دلمړي بيټنګ بلنه ورکړه اؤ نيوزي لينډ په جارحانه بيټنګ کولو سره مقررو ٥٠ؤ اورونو کې داتوؤ وکټو په تاوان ٢٨٠ رنز جوړ کړل.

دنيوزي لينډ لخوا نکولوز داوؤ چوکو په مدد سره ٨٢ رنز جوړ کړل اؤ سينټنر ٤٨ اؤ هنري ٤٨ رنز جوړولو سره ناټ اؤټ پاتې شو.

دپاکستان لخوا عامر اؤ انور درې درې اؤ عرفان دوه وکټه واخستې.

د٢٨٠ رنز په تعاقب کې دپاکستان کارکردګي دشروع څخه خرابه پاتې شوه اؤ په دمې دمې سره يې وکټې وغورځيدې خو بابر اعظم په ٦٢ شپيته اؤ محمد حفيظ په ٤٢ رنز جوړولو کې کامياب شوي.

دپاکستان ټول ټيم په ٤٦ اورونو کې په ٢١٠ رنز اؤټ شو.

دنيوزي لينډ لخوا بولټ څلور، ايليوټ درې، اينډريسن ، وليمسن اؤ سينټنر يو ، يو وکټ ترلاسه کړې ده.

نکولز دميچ تر ټولو غوره لوبغاړى ګرځول شوى.

ددواړو هيوادونو دکرکټ دټيمونو ترمينځ به دوهم يو ورځنى بين المللي ميچ په ٢٨مه جنورۍ دنيوزلينډ په نيپئير ښار کې لوبولى شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG