لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرل راحيل وائي په ټاکلې نيټه به ريټائر کيږي


دپاکستاني پوځ وياند ليفټننټ جنرل عاصم باجوه په ټوئټر خپلو پيغامونو کې دجنرل راحيل له خُلې ليکلي دي چې” دپاکستان پوځ يوه لويه اداره ده، زۀ (ملازمت کې ) په پراختيا باور نۀ لرم اؤ په ټاکلې نيټه به ريټائر کيږم“
دپاکستاني پوځ وياند ليفټننټ جنرل عاصم باجوه په ټوئټر خپلو پيغامونو کې دجنرل راحيل له خُلې ليکلي دي چې” دپاکستان پوځ يوه لويه اداره ده، زۀ (ملازمت کې ) په پراختيا باور نۀ لرم اؤ په ټاکلې نيټه به ريټائر کيږم“

دپاکستاني پوځ وياند ليفټننټ جنرل عاصم باجوه دګل په ورځ دپوځ دسرلښکر جنرل راحيل شريف دملازمت په موده کې دپراختيا په اړه افواه ګانې رد کړي اؤ وئيلي يې دي دپوځ سرلښکر وائي چې هغه به سږکال دنومبر مياشت کې په ټاکلې نيټه ريټائر کيږي.

دپاکستاني پوځ دموجوده سرلښکر جنرل راحيل شريف په مشرۍ کې دامريکائي اؤ افغان حکومتونو دپرله پسې غوښتنو اؤ پاکستان کې دترهه ګرۍ پيښو کې داضافې څخه وروستو په ١٥م جون کال ٢٠١٤م کې شمالي وزيرستان کې دضرب عضب په نوم عمليات ترسره شوي کوم چې دپوځي دعوې ترمخه تر دې مهاله ٣٤٠٠ ترهه ګر وژل شوي، خو سيمې پورې ميډيا رسد نۀ لري چې له دې امله په ازادانه توګه ددغه پوځي دعوې پخلى نۀ شي کيدى.

دتيرو څو مياشتو راهسې پاکستان کې دپوځ دسرلښکر دملازمت په موده کې دپراختيا راوستو ګنګوسو وروستو له هغې سرراپورته کړى چې دپاکستان پخواني پوځي امر جنرل(ر) پرويز مشرف دپوځ دسرلښکر دملازمت په موده کې دپراختيا غږ کړى اؤ پوځي قيادت کې يې دڅه رقم بدلون په ضد خبردارى ورکړى.

پرويز مشرف پخپلو څرګندونو کې دجنرل راحيل په اړه وئيلي وؤ څه چې هغه اوس مهال کوي، دا تسلسل ته ضرورت لري اؤ که چرې په دغسې حال کې په قيادت کې بدلون راشي ، نو کوم کار چې تر دې مهاله شوى هغه به ضائع لاړ شي.

خو دپاکستاني پوځ وياند ليفټننټ جنرل عاصم باجوه په ټوئټر خپلو پيغامونو کې دجنرل راحيل له خُلې ليکلي دي چې دپاکستان پوځ يوه لويه اداره ده، زۀ (ملازمت کې ) په پراختيا باور نۀ لرم اؤ په ټاکلې نيټه به ريټائر کيږم

جنرل راحيل شريف دا هم وئيلي دي چې دې لړ کې اندازې بې اساسه دي اؤ زياته کړې يې ده چې دترهه ګرۍ دجرړو ويستو لپاره به کوټلې هڅې دوامداره وي.

په پاکستان کې دپوځ دسرلښکر عهده ترټولو طاقتوره ګڼلى شي، حکومت په ٢٧م نومبر کال ٢٠١٣م کې ددغه عهدې لپاره دجنرل شريف دنوم منظوري ورکړې وه، هغه دغه عهده دپوځ دپخواني سرلښکر جنرل(ر) اشفاق پرويز کياني څخه ترلاسه کړې وه.

جنرل(ر) اشفاق پرويز کياني تر شپږو کلونو دپاکستان دپوځ سرلښکر پاتې شوى ؤ، هغه ته جولا ئي کال ٢٠١٠م کې دپيپلز پارټۍ دحکومت په مهال پراختيا ورکړل شوې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG