په قطر کې د افغانستان د سولې او ثبات په لړکې د نوبېل جائزه ګټونکي تنظيم پګواش د انتظام د لاندې د افغان حکومت او طالبانو د استازو تر منځ په غیر رسمي ډول خبرې اترې شوي دي او طالبانو سولي د عمل په وړاندې بوتلو دپاره یو شمیر شرطونه وړاندې کړې چی افغان حکومت يي ردوي.
د افغانستان اجرائيي ریئس عبدالله عبدالله ویلي طالبانو سره قطر کې شوي خبرې اترې هیواد کې امن دپاره هیڅ ارزښت نه لري او د افغان صدر اشریف غني د ترجمان نائب ظفر هاشمي ویلي افغان حکومت سره د رسمي مذاکراتو وړاندې د طالبانو شرائط د منلو وړ نه دي.
د قطر کې د پگواش د غونډې ورسته يوه ۱۸نکاتي اعلاميه هم خپره کړی شوي ده.
د پګواش په اعلاميه کې وئيل شوي چې په دوحه کې په ۲۳م او ۲۴م جنورې ترسره شوې دا غېرسرکاري غونډه وه چې پکې د افغانستان د سولې او ثبات په اړه د موقعو لټولو او دغه پلو ته د ګامونو اخستو په حواله خبرې شوي دي ، نزدې ۵۵ کسانو په غونډه کې ګدون کولو .
د اعلاميې په لمړۍ نکته کې وئيل شوي چې د ليسزو نه د جنګونو سره مخ افغانستان ته په فوري توګه د امن ضرورت دی، ددغه هېواد اولس امن ته په طمع دی او که چرته زر امن رانشي نو په راتلونکې کې د مخامخ پرتو چېلنجونو سره دا عمل نور پيچيده کېدی شي .
اعلاميه کې وئيل شوي چې پوځي عمليات دې ختم کړی شي د خپلواک افغانستان د سولې او ثبات دپاره دې د ائين دننه د سياسي لارې مرستې ترلاسه کړی شي او بهرني ځواکونه دې افغانستان پرېږدي .
د غونډې ځينو ګډون والو وئيلي ائين کې دې بدلون وشي او ځينو وئيلي بيا د سر نه دې ائين وليکل شي . بهرني قوتونه دې د افغانستان سياست نه قابو کوي .
اعلاميه زياتوي ، ټولو ډلو ته ازادي پکارده چې د سولې خبرو کې کښېني، تورفهرست ختمېدل پکار دي او په ګرځېدو دې بندېزنه وي ، د دغه ډول غونډو د ګډون والو دپاره دې د ويزې اساني وي او ټول ګدون وال په دې صلاح دي چې د طالبانو دې دفتر او درک وي .
اعلاميه کې ددغه ډول غونډو د تابيا ترڅنګ وئيل شوي چې دوحه کې شوې خبرې او د دې راتلونکی دې د افغانستان په اړه د تازه څلوراړخيزه (کوارډريلېټرل) خبرو کې داخل نه کړی شي .
پګواش وئيلي اوربند دې د خبرو اترو برخه وي . د عامو خلکو حفاظت دې وشي او د عامو خلکو د وژنو نه بچ کېدو خبره دې په سر کې وساتل شي ، ټول فريقېن دې د حفاظت په لړ کې احستاب يقيني کړي .
ائيني ستونزو باندې غونډه کې خبرې شوي او وئيل شوي چې دغه مسله خبرو يا بحث ته اړتيا لري . اعلاميه کې زياته کړی شوې چې سوله د اقتصادي ودې دپاره غوره ماحول جوړوي کوم چې د افغان اولس په ګټه دی او ټول په دې صلا ح دي .
پګواش وئيلي ، د داعش په نوم هلې ځلې بهرنۍ پديده ده او افغان اولس رد کړې ده .
غونډه کې ښځو ته د حقونو ورکولو په خبره زور راوړی شوی او وئيل شوي په ښځو دې د تشد لړۍ ختمه شي، ځينو وئيلي دا خبرې په ډاګه کېدو ته اړتيا لري او که څوک د بشري حقونو سرغړونه کوي د هغوې دې احستاب وشي.
د صحت او تعليم مسلې بايد د مختلفو سياسي دريځونو نه مستقل وي . د عامو خلکو ځايونه لکه سکولونه، روغتونونه او نورو بنيادي پروژو ته دې تحفظ ورکړی شي او چې څوک جرم کوي هغوې دې د قانون منګولو ته راوستی شي .
پګواش وئيلي غونډه کې وئيل شوي چې په تېرو ليسزو کې ټولنې ته د نشه يي توکو، بې روزګارۍ او کرپشن (بډو رشوتونو اخستو) د لارې اوختې تباهۍ مخنيوې دې اوشي، د صحت او تعليم اسانتياوې دې زياتې شي او اقتصاد ته دې وده ورکړی شي .
غونډه کې د جنګونو د مخې نيولو ترڅنګ د نړيوالې ټولنې لخوا د افغانستان ودانولو ته هرکلی وئيل شوی او اخره کې ګدون والو په کلکه دا خواهش څرګند کړی چې د پګواش د دوحه غونډو په څېر کانفرنسونو ته دې دوام ورکړی شي .
راپورونه وايي طالبانو په غونډه کې د سولې د خبرو د پېليدو لپاره یو ځل بیا د خپلو شرایطو یادونه وکړه ، د طالبانو په دغو شرایطو کې د بندیانو خوشي کیدل او د دغې ډلې په خلاف د تبلیغاتو بندیدل هم شامل دي .
خو د افغانستان د سولې د عالي شورا سرپرست عبدالحکیم مجاهد وئیلي دي چې د سولې د خبرو د پیلیدو لپاره شرطونو ایښودل به ګټه و نه کړي او د جګړې د دوام سبب به شي .
بل پلو ته د طالبانو ځینو سرچینو وئیلي دي چې افغان صدر اشرف غني په لیکلي پيغام کې، چې د پګواش غونډې ته یې استولی، د طالبانو ډله د یو سیاسي مخالفینو په توګه منلي ده او دا یې هم وئیلي دي چې حکومت د طالبانو سره مستقیمو خبرو ته چمتو دی .