لاس رسیدونکی لینک

باچاخان یونیورسټي انتظاميي دپاره د پرانستل کیدو ورسته بیا وتړل شوه


باچاخان پوهنتون باندې د تېرې چارشنبې په ورځ شوي ترهګر بريد کې د يو پروفېسر په ګډون ۲۱ کسان وژل شوي او په درځنونو نور ژوبل شوي وو .

د پاکستان خېبرپښتونخوا صوبې په چارسده ضلع کې باچاخان پوهنتون د گل، یکشنبې، په ورځ انتظاميی دپاره د لږ وخت د پاره د پرانستل کیدو ورسته د نامعلومه مودي دپاره بیا وتړلی شو او د یونیورسټۍ مامورین وايي ادارې د تحفظ په خاطر دې حکومت نور قوي اقدامات وکړي.

د پوهنتون وايس چانسلر ډاکټرفضل رحيم مروت وايس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې وويل مونږ د نن (ګل) ورځې نه پوهنتون پرانستو خو په رسمي ډول کلاسونه يا د درس و تدريس عمل به وروستو پېل کولی شي .

هغه وويل نن په پوهنتون کې قران خواني وشوه او په پوهنتون شوي بريد کې د وژل شوؤ دپاره د معفرت او د ژوبلو دپاره د روغ صحت دعاګانې وشوې .

هغه زياته کړه په پوهنتون کې د بيا رغونې، صفايۍ او سيکيورټۍ د بندوبست نه پس به کلاسونه پېل کړی شي .

ډاکټر مروت وويل چې کله هم پوهنتون خلاصيږي نو استازانو او زده کړې کوؤنکو ته به د وسلې راوړلو اجازت نه ورکوؤل کيږي ، ځکه چې دا پوهنتون دی او دلته د علم رڼا خورؤل کيږي نه چې د وسلو حوصله افزايي وشي .

هغه وويل د پوهنتون د حفاظت دپاره زمونږ د حکومت سره خبرې روانې دي ، او راتلونکې کې به د پوهنتون د ساتنې دپاره کلک ګامونه اخستل کيږي .

وي او ای ډیوه سره د خبرو ورسته، انتظاميي یونیورسټي د نامعلومه مودې دپاره د بندولو فیصله وکړه. د یونیورسټۍ مامورین وايي حکومت دې یونیورسټۍ دپاره د امنیت قامونه نور سخت کړي.

نن باچاخان پوهنتون ته په ګڼ شمېر کې زده کړې کوؤنکي هم راغلي وو ، هغويې په پوهنتون د شوي بريد په ضد لاريون وکړواو وې وئيل ترهګري به د دويې حوصلې ماتې نه کړي ، دويې به ترهګرۍ او انتهاپسندۍ ته د تعليم د لارې ځواب ورکوي .

دويې وويل پېښور کې په سکول شوي ترهګريز بريد د ماشومانو حوصلې ماتې نه کړې د علم حصول ته يې دوام ورکړو دويې به هم په دغه لار روان وي که څه هم دويې ته په دغه لار کې خنډان راولاړيږي .

باچاخان پوهنتون باندې د تېرې چارشنبې په ورځ شوي ترهګر بريد کې د يو پروفېسر په ګډون ۲۱ کسان وژل شوي او په درځنونو نور ژوبل شوي وو .

پوهنتون باندې بريد کې زياتره زده کړې کوؤنکي په هدف شوي وو .

له دې وړاندې د کال ۲۰۱۴م د دسمبر په ۱۶م نېټه پېښورکې د پوځ د انتظام لاندې چلېدونکي (ارمي پبلک سکول) باندې طالبانو بريد کړی ؤ ، او تر ۱۵۰ پورې کسان په دغه بريد کې وژل شوي وو چې زياتره يې زده کړې کوؤنکي وو .

XS
SM
MD
LG