لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان دې د ترهګرۍ په ضد نور په کلکه عمليات وکړي، صدر اوباما


صدراوباما اوس هم ګڼي چې پاکستان په خپله خاوره د موجودو ترهګرو په ضد نور په کلکه عمليات کولی شي .
صدراوباما اوس هم ګڼي چې پاکستان په خپله خاوره د موجودو ترهګرو په ضد نور په کلکه عمليات کولی شي .

د امريکې صدر باراک اوباما وئيلي پاکستان په خپله خاوره د موجودو ترهګرو په ضد نور په کلکه عمليات کولی شي او پکار ده چې هم دغه شان وکړي .

د اتوار په ورځ د هند خبري ادارې پرېس ټرسټ اف انډيا لخوا خپره شوې مرکه کې د امريکې صدر وئيلي چې په کال ۲۰۱۴م کې پېښور کې په ارمي پبلک سکول باندې د ترسره شوې حملې نه وروستو پاکستان د ټولو ترهګرو ډلو په هدف کولو د عزم څرګندونه کړې وه .

صدر اوباما وئيلي " دا ټيک پاليسي ده او د هغې نه پس مونږ وليدل چې پاکستان د ځينو مخصوص ډلو په ضد عمليات کړي دي ولې مونږ په پاکستان کې پرله پسې د ترهګرۍ حملې هم ولېدې د مثال په توګه په ورستيو کې د پاکستان په شمال لويديځه سيمه کې يو پوهنتون باندې بريد" .

ولې د نوموړي په وينا هغه (صدراوباما) اوس هم ګڼي چې پاکستان په خپله خاوره د موجودو ترهګرو په ضد نور په کلکه عمليات کولی شي .

د شورو په ورځ د پاکستان خېبرپښتونخوا صوبې په چارسده ضلع کې باچاخان پوهنتون باندې ترهګر بريد شوی ؤ او په دغه حمله کې ۲۱ کسان وژل شوي چې زياتره يې زده کړې کوؤنکي وو .

پريس اف انډيا سره په مرکه کې صدر اوباما وئيلي " پاکستان سره اوس هم د دې ثابتولو موقع په لاس کې ده چې هغه د ترهګرو ډلو د جوازختمولو، د هغويې د ماتولو او د هغويې په نوغي ويستو کې سنجيده دی، په سيمه او ګرده نړۍ کې د ترهګرو پټنځايونه زغمل نه دي پکار او ترهګر د قانون منګولو ته راوستل پکار دي " .

له دې وړاندې د جنورۍ په مياشت کې د هند په پټهان کوټ سيمه کې فضايي اډه باندې د شوې حملې تور هند په پاکستان کې موجود کالعدم ګرځول شوې ډلې جېش محمد باندې لګولی ؤ ، د هغې وروستو پاکستان وئيلي ؤ د هند لخوا په ورکړل شوؤ معلوماتو يې د جېش محمد ډلې ځينې تُندلاري نيولي او په ملک کې يې د دغه ډلې معلوم کړې دفترې تړلې دي .

صدر اوباما د پټهان کوټ د پېښې نه وروستو د هند د وزيراعظم نريندرمودي لخوا د پاکستاني سيال سره خبرې او مرستو کولو ستاينه کړې او وئيلي يي دي " دواړه مشران د ترهګرۍ او انتهاپسندۍ د مخې نيولو دپاره مذاکرات کوي " .

نوموړي دا هم وئيلي چې د پاکستان وزيراعظم نوازشريف دا خبره مني چې پاکستان کې د تحفظ د نشتوالي نه د ملک خپلې او د سيمې ثبات ته خطره ده .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG