لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان سره مود يو بل په ضدد خاورې نه کارولو لوظنامه ده، نوازشريف


نوازشريف مطبوعاتو سره خبرو کې زياته کړه چې افغانستان هم د خپلې خاورې د بل چا په ضد کارولو د لوظنامې سرغړونه نه کوي .
نوازشريف مطبوعاتو سره خبرو کې زياته کړه چې افغانستان هم د خپلې خاورې د بل چا په ضد کارولو د لوظنامې سرغړونه نه کوي .

د پاکستان وزيراعظم نوازشريف وايي د افغانستان سره مو لوظنامه ده چې د يو بل په ضد به خپله خاوره نه کارؤ . او ترهګرو ته به دا اجازه نه ورکول کيږي چې د کوم ملک د خاورې نه په بل باندې بريد اوکړي .

د سويټزرلېند په ډيوس ښار کې د نړيوالې اقتصادي غونډې نه په واپسۍ نوازشريف په لندن کې مطبوعاتو خبرو کې وويل پاکستان په دې خبره کلک ولاړ دی چې خپله خاروه به د افغانستان په ضد کارېدو ته نه پرېږدي .

د پاکستان وزيراعظم دغه خبره په داسې حال کې کړې چې څلور ورځې وړاندې د خېبرپښتونخوا صوبې په چارسده ضلع کې باچاخان پوهنتون باندې ترهګر بريد شوی چې پکې ۲۱ کسان وژل شوي وو.

او د پاکستان پوځ دعوه کړې چې په باچاخان پوهنتون ترسره شوې حمله کې ککړ ترهه ګرد افغانستان څخه پاکستان ته وراوښتي وؤ، خو افغان حکومت په ډاګه کړې ده چې دغه حمله دافغانستان دخاورې څخه نۀ ده ترسره شوې اؤ هغوي پاکستان سره د ترهه ګرۍ دخاتمې لپاره مرستې ته چمتو دي .

د پوځ وياند لفټننټ جنرال عاصم باجوه د خالي په ورځ وئيلي باچاخان پوهنتون باندې حمله کوؤنکو ته اسانتياوې برابرؤنکي څلور کسان نيول شوي دي .

نوازشريف مطبوعاتو سره خبرو کې زياته کړه چې افغانستان هم د خپلې خاورې د بل چا په ضد کارولو د لوظنامې سرغړونه نه کوي .

هغه وويل په افغانستان کې ځيني عناصر داسي دي چې هغويې په پاکستان کې حملي کوي څنګه حمله چې پېښورکې په سکول باندې شوې وه ، نوموړي زياته کړه اوس د دغه ډول حملو مخنوي پکار دي .

نوازشريف وويل مونږ خو په کلکه په افغانستان کې د دغه هېواد په مشرۍ د شخړې د هواري په حق کې يُو، او مونږ په افغانستان کې د سولې او ثبات پلوي يُو .

د پاکستان وزيراعظم زياته کړه چې په افغانستان کې امن راشي نو په سيمه کې به امن راشي ، هغه وويل مونږ د افغانستان د سولې دپاره د اسيازړه کانفرنس کې د څلور ملکونو پاکستان، افغانستان ، امريکا او چين ګډه کميټي جوړه کړه او دغه کميټي اوس د افغانستان د امن په لړ کې کار کوي .

نوازشريف د اسيازړه د غونډې ستاينه وکړه او وې وئيل چې په کابل کې د څلورو ملکونو ترمنځ کومه ورستۍ غونډه شوې ده، هغه ګټوره وه او اوس دغې لړۍ ته دوام ورکول پکار دي .

نوموړي زياته کړه د افغانستان په حواله پاکستان او نور دواړه ملکونه (امريکا او چين) غواړي چې په دغه هېواد کې د خبرو د لارې امن راشي ټولو له په دغه لړ کې کار کول پکار دي ، دا يواځې د پاکستان نا بلکې د نورو هم زمه واري ده .

نوازشريف وويل د افغانستان د سولې په خبرو کار روان دی او دا هيله کېدی شي چې په دې کې به پرمختګ وشي .

وزيراعظم وويل په تازه ترهګرۍ کې د پاکستان لخوا په هند کوم تور نه دی لګېدلی، هغه وويل مونږ له د يو بل په معاملاتو کې لاس وهنه نه ده پکار او پاکستان خو دغه خبره په ډاګه کړې ده چې د هند په پټهان کوټ کې د ترسره شوې حملې پلټنې کوي .

پاکستان کې د ترهګرۍ په ضد جوړې قامي تګ لارې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې نوموړي وويل ، د نيشنل اېکشن پلان په ځينو نکاتو کار روان دی په ځينو پېل کولی او په ځينو تېزولی شي او په ځينو يې رفتار په قلاره دی ، او زياته يې کړه چې ترڅو پورې د وسله والو ډلو تعلق دی د هغويې په ضد په ګامونو اخيستو باندې منصوبه بندي کيږي او وې وئيل پکار ده چې دغه کار تېز کړی شي .

د سعودي عرب او ايران د اړيکو په لړ کې د نوموړي وينا وه پاکستان غواړي چې د دواړو ملکونو ترمنځ شخړه هواره شي او دغه کار پاکستان د چا په وينا نا بلکې په خپله پېل کړی دی .

نوازشريف وويل حکومت ، پوځ او نورې ادارې په ګډه په ډېرو مسلو صلاح کوي او د ډېرو مسلو په هوارو کې د صلاح کولو ښې نتيجې مخې ته راغلي دي هغه که د ضرب عضب پېل کول ؤ او که په ائين کې بدلون کول ؤ .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG