لاس رسیدونکی لینک

امريکا کې د واورې طوفان ژوند په ټپه ودرولی دی


تراوسه پورې د بيلابيلو رياستونو څخه د راغلو خبرونو ترمخه د واورې د طوفان په نتيجه کې رامنځته شوؤ پېښو کې ۱۹ کسان مړه شوي دي .

د امريکا په ختيځو رياستونو کې د واورې د سخت طوفان راتلو له سببه د پلازميني واشنګټن په ګډون يو شمېر رياستونو کې ژوند په ټپه ودرېدلی د تګ راتګ لارې، سړکونه بند پراته دي .

د جمعې په ورځ شورو شوې واوره کې د خالي په ورځ نور تېزوالی راغلی او د واشنګټن ډي سي په ګډون مختلفو رياستونو کې د دوه نيم فُټه نه زياته واوره ورېدلې ده .

تراوسه پورې د بيلابيلو رياستونو څخه د راغلو خبرونو ترمخه د واورې د طوفان په نتيجه کې رامنځته شوؤ پېښو کې ۱۹ کسان مړه شوي دي .

ارکناس، شمالي کيرولېنا، کنټکي، اوهائيو او ټينيس کې ۱۳ کسان ، په نيويارک کې درې کسانو، ورجينيا کې دوه او مېرې لېنډ کې د يو کس د وژنې خبر مخې ته راغلی دی .

قامي موسمياتي سروس وئيلي د نيويارک ښار په مرکزي پارک کې د ۶۴سنټي ميټره (څه دپاسه ۱۸انچې) واروه ريکارډ کړی شوې ده .

د نيويارک ميئر بِل ډي بلاسيو د خالي په ورځ د بېړنو حالاتو ترڅنګ په هرقسمه تګ راتګ بندېز لګولی او وئيلي يي ؤ چې څوک هم په سړکونو ګرځي ودې نيول شي .

امريکا کې د واورې راغلي طوفان اته نيم کروړه خلک اغېزمند کړي دي او په زرګونو خلکو ته بجلي بنده شوې ده .

د خالي په ورځ ختيځ ساحل باندې تېزه سيلۍ روانه وه چې له امله يې په سړکونو، رېل او فضايي تګ راتګ په ټپه ولاړ ؤ .

راپورونه وايي امريکا کې د واورې طوفان د دفاع وزير اېش کارټر سفري منصوبه اغېزمند کړې ده .

اېش کارټر د پېرس او سويټزرلېنډ د پينځه ورځنۍ دورې نه بيرته ملک ته په سفر ؤ ولې د واورې طوفان له کبله د هغه جديدترينه (د نوې ټيکنالوجۍ) الوتکه واشنګټن سره نزدې په مېري لېنډ کې کوزه نه شوه .

د هغه پرواز فلورېډا پله تاؤ کړی شوی او د موسم ښه کېدو پورې به هغه هلته انتظار کوي او بيا به پلازمينې ته راځي .

د دې ترڅنګ د واورې طوفان نور په زرګونو پروازونه هم ځنډولي دي .

بل لور ته په نيوجرسي کې سېلابي حالات جوړ شوي او دپاسه پرې د واورې ورېدو سلسله هم روانه ده .

XS
SM
MD
LG