لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په باچاخان يونيورسټۍ حمله کې اسانتيا ورکوونکي نيول شوي،پوځ


 دپاکستاني پوځ وياند يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال په باچاخان يونيورسټۍ دشوې حملې په اړه ميډيا ته تفصيلات بيان کړي
دپاکستاني پوځ وياند يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال په باچاخان يونيورسټۍ دشوې حملې په اړه ميډيا ته تفصيلات بيان کړي

دپاکستاني پوځ وياند ليفټننټ جنرل عاصم باجوه دعوه کړې ده چې دخيبرپښتونخوا په چارسده ضلع کې په باچاخان يونيورسټۍ تيره ورځ شوې حمله کې ککړ ترهه ګر پيژندل شوي اؤ نيول شوي دي

. دخيبرپښتونخوا په چارسده ضلع کې په باچاخان يونيورسټۍ په ٢٠مه فرورۍ دترهه ګرو لخوا شوې يوه خونړۍ حمله کې لږ ترلږه ٢١ کسان وژل شوي اؤ د٥٠ؤ څخه زيات نور ژوبل شوي وؤ.

دپاکستاني پوځ وياند يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال په باچاخان يونيورسټۍ دشوې حملې په اړه ميډيا ته تفصيلات بيان کړي اؤ وئيلي يې دي چې په باچاخا يونيورسټۍ حمله کې مرسته په مجموعي توګه پينځوؤ کسانو ورکړې چې پکې درې مرکزي اسانتيا ورکوونکي عادل، رياض اؤ نورالله شامل دي.

په باچاخان يونيورسټۍ حمله کوونکي څلور واړه ترهه ګر دګاونډي هيواد افغانستان څخه دتورخم په پوله پاکستان ته راننوتلي وؤ، وروستو يو سهولت ورکوونکي دغه ترهه ګر دبس له لارې دخيبرپښتونخوا مردان سيمې ته بوتللي وؤ، خو دغه تن لا تر دې مهاله نيول شوى نۀ دى.

دپاکستان پوځ دعوه کوي چې په باچاخان يونيورسټۍ حمله کې ترهه ګر دافغانستان څخه پاکستان ته وراوښتي وؤ خو افغان حکومت په ډاګه کړې ده چې دغه حمله دافغانستان دخاورې څخه نۀ ده ترسره شوې اؤ هغوي پاکستان سره دترهه ګرۍ دخاتمې لپاره مرستې ته چمتو دي.

هغه وويل چې مردان ته درسيدو څخه وروستو عادل اؤ رياض نومې تن دحمله کوونکو لپاره داوسيدو انتظام کړى ؤ اؤ دغه حمله کوونکي په دوؤ مختلفو مقاماتو ايسار کړل شوي وؤ.

پوځي وياند دا ونۀ وئيل چې دغه کسان څوورځې دمخه پاکستان ته راغلي وؤ اؤ څو ورځې يې مردان کې تيرې کړې وې؟

ډي جي ائي ايس پي ار وويل دعادل ښځې اؤ خورزې هم دحمله کوونکو مدد کړى اؤ دحمله کوونکو لپاره وسله هم ددغو زنانه ؤ په ذريعه ددره ادم خيل سيمې څخه راوړل شوې وه.

عاصم باجوه وويل حمله کې اسانتيا ورکوونکو کې عادل يونيورسټۍ کې دخواري کښ په توګه کار کولو، هم دغه تن ديونيورسټۍ نقشه جوړه کړې وه کومه چې وروستو حمله کوونکو استعمال کړې ده.

په باچاخان يونيورسټۍ حمله کې دککړ يو سهولت ورکوونکي ديادونې په کولو سره پوځي وياند وويل نورالله نومې مرسته ورکوونکي دچارسدې دحملې په ورځ حمله کوونکي درکشې په ذريعه يونيورسټۍ ته درسولو کار ترسره کړى ؤ، دغه تن درکشې په ذريعه حمله کوونکي دباچاخان يونيورسټۍ سره نزدې په پټو کې کوز کړي وؤ.

ليفټننټ جنرل عاصم باجوه وويل حمله کوونکو په باچاخان يونيورسټۍ دحملې په مهال دميډيا يو استازي سره خبرې کړې وې چې پکې هغوي دحملې ذمه واري قبوله کړې وه ، دغه کال ټريس کړل شوى اؤ ريکارډ کړل شوى ؤ.

پوځي وياند دمطبوعاتي کانفرنس په مهال صحافيانو ته دترهه ګر ټيليفوني خبرې هم واورولې چې پکې هغه دحملې ذمه واري قبلوي.

ډي جي ائي ايس پي ار وويل افغانستان څخه په يو نمبر څلور کالونه چارسدې ته راغلي.

هغه وويل دچارسدې په يونيورسټۍ حمله کې څلور حمله کوونکي ککړوؤ اؤ دکال په مهال دهغوي نومونه عمر، عثمان ، عابد فدائي ښودل شوي، ديو حمله کوونکي پيژندګلو دنادرا دريکارډ څخه شوې ده.

ديوې پوښتنې په ځواب کې هغه وويل چې دې حمله کې دمالي مدد کوونکو تر دې مهاله په مکمله توګه پته نۀ ده لګيدلې خو هغوي به هم مخې ته راوړل کيږي.

پوځي وياند وويل کله يې هم دا نۀ دي وئيلي چې دې حمله کې افغان حکومت په کوم پړاؤ ککړ ؤ بلکې دا يې وئيلي وؤ چې دافغانستان ديوې ځانګړې سيمې څخه دغه حمله کنټرول کيده اؤ ددغه مقام ټول معلومات ورسره موجود دي.

هغه وويل دسهولت ورکوونکو څخه پرته ترهه ګري نۀ شي کيدى، ترهه ګر دسکول پشان اسان هدفونه په نخښه کوي.

ميډيا ته دحملې په اړه دحال احوال تيرولو څخه وروستو حمله کې اسانتيا ورکوونکي دميډيا استازو ته وښودل شول.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG