لاس رسیدونکی لینک

دچين دصدر دايران مهمه دوره


دايران دسرکاري خبري ادارې ارنا ترمخه دجمعې په ورځ تهران ته په رسيدو چيني صدر وويل چې چين ايران سره داوږدمهاله اؤ مضبوطو اړيکو دنوي باب په لټه کې دى.

دچين صدر شي جنپنگ دخالي په ورځ تهران کې خپل ايراني سيال حسن روحاني سره ليدنه کړې ده چې پکې ايران څخه دبين المللي بنديزونو دپورته کيدو څخه وروستو دوه اړخيزه اقتصادي اړيکو ته په ودې ورکولو خبرې شوي دي.

دايران دسرکاري خبري ادارې ارنا ترمخه دجمعې په ورځ تهران ته په رسيدو چيني صدر وويل چې چين ايران سره داوږدمهاله اؤ مضبوطو اړيکو دنوي باب په لټه کې دى.

مرستيال خارجه وزير ابراهيم رحيم پور وئيلي دي ددغه دورې په مهال به داسټريټجک مرستې په گډون په ١٦ؤ تړونونو لاسليک کولى شي.

دشپږو نړيوالو قوتونو سره دترسره شوې لوظنامې په نتيجه کې په ١٦مه جنورۍ ايران څخه بين المللي بنديزونه پورته کړل شوي وؤ دکوم څخه وروستو چې دچين دکوم لوړپوړي چارواکي دايران دغه لمړۍ دوره ده.

شي جنپنگ تيرو ١٤ؤ کلونو کې دايران دوره کوونکى لمړى چيني صدر دى.

هغه په ١٩مه جنورۍ پيل کړل شوي دخپلې مينځنۍ ختيز ددورې په مهال دسعودي عرب اؤ مصر څخه وروستو ايران ته رسيدلى دى.

هغه دتهران دغه سفر په داسې حال کې کړى چې دسعودي عرب له لوري ديو شيعه مذهبي مشر شيخ نمر النمر دمرگ په سزا دعمل درامد کيدو وروستو درياض اؤ تهران ترمينځ اړيکې تاؤژنې دي.

چين په دواړو هيوادونو زور راوړى چې دصبر اؤ زغم څخه دې کار واخلي.

XS
SM
MD
LG