لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کاناډا کې په سکول ډزې،پينځه کسان مړه

 وزيراعظم ټروډيو ، څوک چې سوئټرزلينډ کې دنړيوال اقتصادي فورم سرمشريزه غونډه کې گډون لپاره ډيوس کې موجود دى، ددغه ځايې څخه دخبرو په مهال وئيلي دي چې دپيښې لړ کې يو شکمن تن نيول شوى، هغه ددغه بريد دمحرکاتو لړ کې څه نۀ دي وئيلي.

دکاناډا د لويديزې صوبې سسک چيون په يو هائي سکول کې دډزو پيښه کې لږ ترلږه پينځه کسان وژل شوي دي، ددې خبرې پخلى دکاناډا وزيراعظم جسټن ټروډيو دجمعې په ماښام کړى دى.

وزيراعظم ټروډيو ، څوک چې سوئټرزلينډ کې دنړيوال اقتصادي فورم سرمشريزه غونډه کې گډون لپاره ډيوس کې موجود دى، ددغه ځايې څخه دخبرو په مهال وئيلي دي چې دپيښې لړ کې يو شکمن تن نيول شوى، هغه ددغه بريد دمحرکاتو لړ کې څه نۀ دي وئيلي.

ټروډيو وئيلي دي چې دغه حمله دموروپلار لپاره يو ويرونکى خوب دى.

ټروډيو اؤ دکاناډا پوليس وائي چې دډزو دغه پيښه يوه لرې پرته سيمه لالوش کې رامينځته شوې ، ددغه سيمې ابادي په دريوؤ زرو کسانو مشتمله ده.

دپيښې وروستو سکول تړل شوى اؤ دسکول دفيسبک په پاڼه جاري شوي بيان کې وئيل شوي دي چې سکول به تر هاغه وخته تړلى وي ترڅو چې دکاناډا پوليسو ددې معاملې حقيقت نۀ وي معلوم کړى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG