لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سترې محکمې د ساړې نايابه مرغۍ په ښکار لګېدلی بندېز ختم کړی


د ساړې دغه نايابه ګڼل کېدونکې مرغۍ د ژمي په موسم کې په لويه شمېره کې د پاکستان جنوبي لويديزو سيمو پله راځي .
د ساړې دغه نايابه ګڼل کېدونکې مرغۍ د ژمي په موسم کې په لويه شمېره کې د پاکستان جنوبي لويديزو سيمو پله راځي .

د پاکستان سترې محکمې د ساړې نايابه ګڼل کېدونکې مرغۍ په ښکار په بشپړه توګه لګېدلی بندېز ختم کړ ی دی . د تېر کال اګست په مياشت کې سترې محکمې د يو خواست په اورېدنه کې د دغه مرغۍ په ښکار مکمل بندېز لګولی ؤ .

د راپورونو ترمخه د ساړې مرغۍ په نړيواله سطح د نايابه کېدو د خطرې سره مخ مرغو په فهرست کې شامل کړی شوې او د يوې اندازې ترمخه دا وخت په نړۍ کې د دغو مرغو شمېره ۹۷زره ده .

نن د جمعې په ورځ د سترې محکمې د قاضي ميا ثاقب نثار په مشرۍ د پينځه کسيزه ججانو بنچ په اکثريت سره د ساړې مرغۍ د ښکار نه د بندېز پورته کولو فېصله اورولې ده .

بنچ کې شامل يو قاضي جسټس فائزعيسی د فېصلې په مخالفت کولو سره يو اختلافي نوټ هم ليکلی دی .

په اګست ۲۰۱۵م کې د هغه وخت د سترې محکمې مشر قاضي جسټس جواد اېس خواجه په مشرۍ د درې کسيزه ججانو بنچ د ساړې مرغۍ په ښکار د بلوچستان د هائيکورټ لخوا د لګېدلي بندېز فېصله په ځايې ساتلې وه .

او د دغه بندېز په ضد او فېصلې ته د بيا کتنې دپاره د مرکزي حکومت سره د پنجاب، سندهـ او بلوچستان صوبو د حکومتونو لخوا سترې محکمې ته خواست شوی ؤ . او نن پرې د سترې محکمې د ججانو بنچ فېصله واوروله .

د ساړې دغه نايابه ګڼل کېدونکې مرغۍ د ژمي په موسم کې په لويه شمېره کې د پاکستان جنوبي لويديزو سيمو پله راځي او د دغو مرغو د ښکار دپاره زياتره د عرب هېوادونو د شاهي کورنو خلک دغو علاقو ته ښکار له راځي .

د پاکستان حکومت د دغو مرغو د ښکار دپاره خصوصي اجازت نامه جاري کوي د کوم د لاندې چې يو ښکار کوؤنکی يواځې په لسو (۱۰) ورځو کې د ۱۰۰ مرغو ښکار کولی شي .

عرب شېخان په روايتي انداز د بازانو په زريعه د دغه مرغۍ ښکار کوي او چارواکي وايي د مرغو د ښکار سره نه يواځې دلته په مقامي سطح د روزګار موقعې پېدا کيږي بلکې دا د پاکستان او عرب ملکونو ترمنځ په خارجه پاليسۍ کې مهم رول لوبوي .

د ځنګلي ځناورو دپاره کارکوؤنکي تنظيمونه وايي چې د دغو مرغو په ازاده توګه ښکار د دوې بقا د خطرې سره مخ کوي .

د يوې اندازې ترمخه پاکستان ته هر کال د پينځه ؤ نه تر اووه زرو پورې دغه مرغۍ د سائيبيريا نه راځي ، دلته د ستمبر د مياشتې نه تر د فرورۍ وې او بيا بيرته ستنيږي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG