لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسفنديار وائي حکومت دترهه گرۍ خاتمه کې سنجيده نۀ دى


 داى اين پي مشر په يونيورسټۍ شوې دغه حمله دمرکزي اؤ صوبائي حکوتونو ناکامي گرځولې اؤ وئيلي يې دي چې هغوي” بزدلان“ دي اؤ دترهه گرۍ په خاتمه کې سنجيده نۀ دي.
داى اين پي مشر په يونيورسټۍ شوې دغه حمله دمرکزي اؤ صوبائي حکوتونو ناکامي گرځولې اؤ وئيلي يې دي چې هغوي” بزدلان“ دي اؤ دترهه گرۍ په خاتمه کې سنجيده نۀ دي.

دقام پرست سياسي گوند عوامي نيشنل پارټۍ مشر اسفنديارولي خان پخپله پلرنۍ سيمه چارسده کې په باچاخان يونيورسټۍ دشوې حملې غندنه کړې اؤ تور يې لگولى دى چې حکومت دترهه گرۍ خاتمه کې سنجيده نۀ دى.

دشورو په ورځ چارسده کې په باچاخان يونيورسټۍ دڅلورو وسله والو يوې ډلې حملې کړې وه چې پکې ٢٥ کسان وژل شوي اؤ د٥٠ؤ څخه زيات نور ژوبل شوي وؤ اؤ پيښه کې وژل شوي کسان دزيارت په ورځ خپلو پلرنو سيمو کې خاورو ته سپارلى شي.

دحملې څخه وروستو خيبرپښتونخوا صوبه کې ددريوؤ ورځو دسرکاري ماتم اعلان هم شوى دى.

په يونيورسټۍ دحملې ايف ائي ار دترهه گرۍ دمخنيوي محکمه کې درج کړل شوى.

په يونيورسټۍ دحملې څخه وروستو عوامي نيشنل پارټۍ دباچا خان اؤ عبدالولي خان دکليزو په اړه ټولې دستورې منسوخ کړي اؤ صوبه کې يې دلسو ورځو دماتم اعلان يې کړى

دباچاخان لمسي ، اسفنديارولي خان يو بيان کې وئيلي دي چې دحکومت لخوا دترهه گرۍ دمخنيوي دقومي تگلارې داعلانولو باجود ترهه گر يوځل بيا منظم شوي دي اؤ وئيلي يې دي چې صوبائي اؤ مرکزي حکومتونه دايکشن پلان په ٢٠ؤ واړو نکتو عمل درامد کې ناکامه شوي دي.

دپاکستان حکومت، پوځ سياسي اؤ مذهبي مشرانو په ١٦م دسمبر کال ٢٠١٤م کې پيښور کې په ارمي پبلک سکول دطالبانو دحملې ترسره کيدو څخه وروستو ټول هيواد کې دترهه گرۍ دمخنيوي لپاره يوه تگلاره جوړه کړې وه.

حکومت که هر څو ددغه تگلارې لاندې ټول هيواد کې دزرگونو ترهه گرو دوژلو اؤ نيولو دعوې کوي خو ناقدين وائي اوس هم دپاکستان بيلا بيلو برخو اؤ په ځانگړې توگه پنجاب صوبه کې ترهه گريزو ډلو ته دخپلو فعاليتونو ترسره کولو خاموشه اجازه ترلاسه ده چې په نتيجه کې يې ټول هيواد اؤ په ځانگړې توگه خيبرپښتونخوا اؤ قبائيلي سيمو کې دترهه گرۍ دله مينځه وړلو کې خنډان راولاړيږي

داى اين پي مشر په يونيورسټۍ شوې دغه حمله دمرکزي اؤ صوبائي حکوتونو ناکامي گرځولې اؤ وئيلي يې دي چې هغوي بزدلان دي اؤ دترهه گرۍ په خاتمه کې سنجيده نۀ دي.

اسفنديارولي خان وئيلي دي چې دتعليمي ادارو دامنيت په اړه دوړاندې څخه واضحه خبرداري موجود وؤ خو صوبائي حکومت نۀ خو ددغه حملې دمخنيوي لپاره گامونه اخستي اؤ نۀ يې هم تعليمي ادارو ته امنيت ورکړى دى.

ديو بيان ترمخه دپاکستان وزيراعظم ميا نوازشريف دعوامي نيشنل پارټۍ مشر اسفنديارولي خان ته ټيلي فون کړى اؤ په باچاخان يونيورسټۍ دترسره شوې حملې يې غندنه کړې ده.

په دغه مهال اسفنديارولي وزيراعظم په ايکشن پلان دعمل درامد دنۀ کيدو په اړه دخپلې ناخوښۍ څخه خبرکړى، اسفنديارولي وزيراعظم ته په يونيورسټۍ دحملې څخه وروستو دټول گونديز کانفرنس درابللو تجويز هم ورکړى.

بيان کې وئيل شوي دي بايد ټول گوندونه په نيشنل ايکشن پلان دعمل درامد څخه خبر کړل شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG