لاس رسیدونکی لینک

دنړيوالو مشرانو لخوا چارسده کې په يونيورسټۍ دحملې غندنه


دملگرو ملتونو مرستيال وياند فرهان حق يو بيان کې وئيلي دي چې دملگرو ملتونو سيکرټري جنرل بانکي مون حمله کې دککړو مجرمانو دقانون منگولو ته دراکش کولو غږ کړى دى اؤ وئيلي يې دي چې بانکي مون دترهه گرۍ په دغه عمل خفگان ښکاره کړى.

نړيوالو مشرانو تيره ورځ دپاکستان دخيبرپښتونخوا صوبې په چارسده سيمه کې په باچاخان يونيورسټۍ دشوې هاغه حملې غندنه کړې چې پکې خواؤشا ٢٥ کسان وژل شوي اؤ د٥٠ؤ څخه زيات نور ژوبل شوي وؤ.

دملگرو ملتونو مرستيال وياند فرهان حق يو بيان کې وئيلي دي چې دملگرو ملتونو سيکرټري جنرل بانکي مون حمله کې دککړو مجرمانو دقانون منگولو ته دراکش کولو غږ کړى دى اؤ وئيلي يې دي چې بانکي مون دترهه گرۍ په دغه عمل خفگان ښکاره کړى.

يوبيان کې دامريکا دخارجه محکمې مرستيال وياند مارک ټونر دحملې دښکار شوؤ کسانواؤ دهغوي دکورنو سره ژوره غمرازي ښکاره کړې ده.

هغه وئيلي دي چې په ځانگړې توگه دا د خفگان خبره ده چې ترهگر اوس هم تعليمي ادارې په نخښه کوي او د پاکستان راتلونکی نسل هدف جوړوي .

وياند زياته کړې ده د پاکستان او اولس يې د مضبوط، مستحکم او خوشحال جوړېدو دپاره به يې امريکا مرستې دوامداره ساتي او امريکا د ترهگرۍ په ضد جنگ کې پاکستان سره اوږه په اوږه ولاړه ده .

د هند وزيراعظم نريندر مودي او د افغانستان پخواني صدر حامدکرزي هم باچاخان پوهنتون باندې شوی بريد غندلی دی .

دهند صدر پرناب مکهرجي هم په ټوئټر خپل يوپيغام کې چارسده کې په باچاخان يونيورسټۍ دشوې حملې غندنه کړې اؤ وئيلي يې دي چې دغه دغندلو وړ حملې يوځل بيا دا خبره په ډاگه کړې ده چې دښو اؤ بدو ترهه گرو ترمينځ فرق کيدل نۀ دي پکار، دترهه گرو لپاره هررقم مرسته ختميدل پکار دي.

داروپائي اتحاديې استازې اؤ وائس پريزيډنټ فيډريکا موغيرني وئيلي دي چې په يونيورسټۍ شوې حمله په بې گناه خلکو، ځوانانو اؤدپاکستان په مستقبل يو بل بريد ؤ.

هغې وئيلي دي چې په يوه علمي درسگاه شوې دغه حمله نۀ يواځې دا چې بزدلانه وه بلکې دا په مونږ ټولو حمله ده، څوک چې دتعليم په طاقت اؤ اهميت باور لري.

هغې پاکستان اؤ نورو هيوادونو ته سيمه کې دترهه گرۍ په ضد داروپائي اتحاديې دملاتړ ژمنه تکرار کړې ده.

دترکي صدر طيب اردگان په باچاخان يونيورسټۍ دحملې څخه وروستو وزيراعظم نوازشريف ته ټيليفون کړى اؤ په دغه ترهه گريز بريد يې ورسره دخفگان څرگندونه کړې ده.

داردن شاه عبدالله هم دچارسدې دترهه گريزې حملې غندنه کړې اؤ وئيلي يې دي چې اردن دترهه گرو په ضد دپاکستان ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG