لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکا په باچاخان پوهنتون بريد په سختۍ سره غندلی


باچاخان پوهنتون باندې د شورو په ورځ سحر ترهګر بريد شوی .
باچاخان پوهنتون باندې د شورو په ورځ سحر ترهګر بريد شوی .

امريکې په باچاخان پوهنتون باندې شوی ترهګر بريد په سختۍ سره غندلی دی ، او وئيلي دي امريکا د ترهګرۍ په ضد جنګ کې پاکستان سره اوږه په اوږه ولاړه ده .

د امريکې د محکمه خارجه مرستيال وياند مارک ټونر يو بيان کې وئيلي په خصوصي توګه دا د خفګان خبره ده چې ترهګر اوس هم تعليمي ادارې په نخښه کوي او د پاکستان راتلونکی نسل هدف جوړوي .

وياند زياته کړې چې د پاکستان او اولس يې د مظبوط، مستحکم او خوشحال جوړېدو دپاره به يې امريکا مرستې دوامداره ساتي .

او امريکا د ترهګرۍ په ضد جنګ کې پاکستان سره اوږه په اوږه ولاړه ده .

د هند وزيراعظم نريندر مودي او د افغانستان پخواني صدر حامدکرزۍ هم باچاخان پوهنتون باندې شوی بريد غندلی دی .

باچاخان پوهنتون باندې د شورو په ورځ سحر ترهګر بريد شوی چې په نتيجه کې يې لږ ترلږه ۲۰ کسان وژل شوي چې زياتره يي طالب علمان وو .

او پوځي وياند وئيلي ؤ چې په پوهنتون حمله کوؤنکي څلور ترهګر وژل شوي وو .

د دغه بريد زمه واري د طالبانو د دره ادم خېل ډلې قبوله کړې وه .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG