لاس رسیدونکی لینک

په يونيورسټۍ د حمله کونکو د پيژندگلو په لړ کې پرمختگ شوى


دشورو په ماښام پيښور کې ميډيا ته دحال احوال تيرولو په مهال پوځي وياند عاصم باجوه وئيلي دي چې څلور واړه ترهه گر ديونيورسټۍ دهاسټل په چت اؤ پوړو کې وژل شوي دي.

دپاکستاني پوځ وياند ليفټننټ جنرل عاصم سليم باجوه دشورو په ورځ وئيلي دي چې دهاغو ترهه گرو په پيژندگلو کې ستر پرمختگ شوى چې دخيبرپښتونخوا دچارسدې ضلعې په باچاخان يونيورسټۍ يې حمله کړې ده.

دشورو په ورځ چارسده کې په باچاخان پوهنتون دترهه گرو لخوا شوې حمله کې لږ ترلږه ٢٥ کسان وژل شوي اؤ د٥٠ؤ څخه زيات نور ژوبل شوي وؤ، ددغه حملې ذمه واري پاکستاني طالبانو په غاړه اخستې ده.

دپاکستان پوځ تر څو گينټو دعملياتو وروستو يونيورسټي دترهه گرو څخه پاکه گرځولې وه.

دشورو په ماښام پيښور کې ميډيا ته دحال احوال تيرولو په مهال پوځي وياند عاصم باجوه وئيلي دي چې څلور واړه ترهه گر ديونيورسټۍ دهاسټل په چت اؤ پوړو کې وژل شوي دي.

هغه وويل چې ١٨ طالب علمان اؤ دعملې دوه کسان وژل شوي اؤ زياته يې کړه چې دپيښور په خواؤشا کې داستخباراتي معلوماتو په اساس عمليات دوام لري.

هغه وويل چې دترهه گرو فون کالونه ټريسډ شوي اؤ جاج يې اخستل شوى اؤ دهغوي څخه دوه سيل فونونه ترلاسه شوي هم چې ډيټا يې راټوله کړل شوې.

هغه وويل چې مونږ دجنگ په حالت کې يو اؤ دعوه يې وکړه چې د شمالي وزيرستان کې دضرب عضب عملياتو کاميابۍ دهرچا په وړاندې دي.

هغه وويل مونږ په دې اړه تقريباً ټوله ډيټا راټوله کړې چې حمله کوونکي څوک وؤ، دکوم ځايې څخه راغلي وؤ اؤ چا يې ملاتړ کړى، خو دائي ايس پي ار مشر وويل چې دغه معلومات حساس دي اؤ ديو عمل څخه تيريږي اؤ وروستو به داولس سره شريک کړل شي.

جنرل باجوه دعوه وکړه چې ترهه گرو ته دبهر څخه لارښوونې کيدې اؤ فون کالونه ورته کيدل.

پوځي وياند وويل ترهه گر دترقۍ نخښې په هدف کوي.

هغه وويل چې ترهه گر دقام اراده کمزورې کولى نۀ شي اؤ اولس اؤ وسله وال پوځونه به په گډه هيواد څخه ترهه گري ختموي.

هغه وويل چې په اسانو هدفونو دحملو څخه په ډاگه کيږي چې ترهه گر دڅه رقم مايوسۍ سره مخ دي.

له دې وړاندې دکال ٢٠١٤م په ١٦م دسمبر پيښور کې دپوځ په تابيا په چليدونکي ارمي پبلک سکول د پاکستاني طالبانو لخوا شوې حمله کې د١٣٠ؤ ماشومانو په گډون ١٥٠ کسان وژل شوي وو .

د نهې په ورځ هم د پېښور سره جوختې پرتې قبائيلي علاقې خېبرايجنسۍ په جمرود علاقه کې يو ځانمرگي بريد کې لږ ترلږه ۱۲ کسان وژل شوي وو . د دغه بريد پړه هم طالبانو منلې وه .

XS
SM
MD
LG