لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

له حملې وروستو جنرل راحيل باچاخان پوهنتون ته رسيدلى


 جنرل راحيل شريف په باچاخان يونيورسټۍ دطالبانو دحملې څخه وروستو پخپله پوهنتون ته ورغلى اؤ دغلته يې دټولو چارو جاج اخستى.
جنرل راحيل شريف په باچاخان يونيورسټۍ دطالبانو دحملې څخه وروستو پخپله پوهنتون ته ورغلى اؤ دغلته يې دټولو چارو جاج اخستى.

دخيبرپښتونخوا صوبې چارسده ضلع کې په باچاخان يونيورسټۍ دطالبانو لخوا دحملې ترسره کيدو وروستو دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف باچاخان يونيورسټۍ ته رسيدلى دى.

جنرل راحيل شريف په باچاخان يونيورسټۍ دطالبانو دحملې څخه وروستو پخپله پوهنتون ته ورغلى اؤ دغلته يې دټولو چارو جاج اخستى.

يونيورسټۍ ته په رسيدو دپاکستاني پوځ سرلښکر ته پوهنتون څخه دترهه گرو دپاکولو لپاره په روانو عملياتو حال احوال تير کړل شوى دى.

په ډاگه دې وي چې دسږکال په پيل کې جنرل راحيل پخپل يو بيان کې وئيلي وؤ چې ٢٠١٦م به هيواد څخه دترهه گرۍ دخاتمې کال ثابتيږي خو دتيرو څو مياشتو راهسې پاکستان کې دبمي چاؤدنو، ترهه گريزو اؤ ځانمرگي بريدونو لړۍ يو ځل بيا تُنده شوې ده.

دپاکستان حکومت، پوځ سياسي اؤ مذهبي مشرانو په ١٦م دسمبر کال ٢٠١٤م کې پيښور کې په ارمي پبلک سکول دطالبانو دحملې ترسره کيدو څخه وروستو ټول هيواد کې دترهه گرۍ دمخنيوي لپاره يوه تگلاره جوړه کړې وه.

حکومت که هر څو ددغه تگلارې لاندې ټول هيواد کې دزرگونو ترهه گرو دوژلو اؤ نيولو دعوې کوي خو ناقدين وائي اوس هم دپاکستان بيلا بيلو برخو اؤ په ځانگړې توگه پنجاب صوبه کې ترهه گريزو ډلو ته دخپلو فعاليتونو ترسره کولو خاموشه اجازه ترلاسه ده چې په نتيجه کې يې ټول هيواد اؤ په ځانگړې توگه خيبرپښتونخوا اؤ قبائيلي سيمو کې دترهه گرۍ دله مينځه وړلو کې خنډان راولاړيږي.

دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف له دې وړاندې پخپلو څرگندونو کې په ډاگه کړې چې هيواد کې به ترهه گر نۀ زغمل کيږي

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG