لاس رسیدونکی لینک

طالبانو په باچاخان يونيورسټۍ دحملې پړه په غاړه اخستې


دفرانسيسي خبري ادارې اى ايف پي ترمخه دکالعدم تحريک طالبان پاکستان( ټي ټي پي) مهم کمانډر اؤ دپيښور په ارمي پبلک سکول دشوې حملې مرکزي منصوبه جوړونکي عمر منصور دنامعلوم ځايې څخه په ټيليفون دباچاخان يونيورسټۍ دحملې دذمه وارۍ قبلولو دعوه کړې ده.

دخيبرپښتونخوا چارسده سيمه کې په باچاخان يونيورسټۍ دشوې حملې ذمه واري دپاکستاني طالبانو تحريک قبوله کړې ده.

دفرانسيسي خبري ادارې اى ايف پي ترمخه دکالعدم تحريک طالبان پاکستان( ټي ټي پي) مهم کمانډر اؤ دپيښور په ارمي پبلک سکول دشوې حملې مرکزي منصوبه جوړونکي عمر منصور دنامعلوم ځايې څخه په ټيليفون دباچاخان يونيورسټۍ دحملې دذمه وارۍ قبلولو دعوه کړې ده.

بل اړخ ته دپاکستاني پوځ دعامه اړيکو څانګه ائي ايس پي ار وائي چي پوځ يونيورسټۍ ته ورسيدلى اؤ دسيمې فضائي څارنه کولى شي.

دغو عملياتو کې دايس ايس جي کمانډوز برخه اخلي، دپوځ وينا ده چې تر دې مهاله عملياتو کې څلور ترهه ګر وژل شوي دي.

په ټوئټر يو بيان کې پوځي وياند ليفټننټ جنرل عاصم سليم باجوه وئيلي دي چې يونيورسټۍ څخه دډزو غږونه راتلل بند شوي اؤ پوځ دپاکولو عمليات پيل کړي دي.

داستخباراتي سرچينو ترمخه د٨ؤ څخه ١٠ؤ ترهه ګر ديونيورسټۍ دننه موجود دي اؤ عمرونه يې د١٨ؤ څخه تر ٢٥ؤ کلونو پورې ښودل کيږي.

سرچينو دعوه کړې ده چې څلورو ترهه ګرو ځانمرګي واسکټونه اچولي وؤ هغوي دځانونو الوځولو څخه دمخه امنيتي ځواکونو وژلي دي.

ډي ائي جي سعيد وزير دباچاخان يونيورسټۍ دحملې په نتيجه کې تر دې مهاله د٢١ؤ کسانو دوژل کيدو پخلى کړى، هغه وئيلي دي زياتره طالب علمان کيمپس کې دهلکانو هاسټل کې په ګولو ويشتل شوي دي.

سعيد وزير دکيمسټرۍ داسسټنټ پروفيسر حامد حسين دوژل کيدو پخلى هم کړى دى.

XS
SM
MD
LG