لاس رسیدونکی لینک

په باچاخان يونيورسټۍ حمله کې وسله والو ٢٥ کسان وژلي


چارواکي اؤ دهسپتال سرچينې وائي چې دپاکستان دخيبرپښتونخوا صوبې دچارسدې ضلعې په باچاخان يونيورسټۍ دشورو په ورځ دوسله والو لخوا شوې حمله کې لږ ترلږه ٢٥ کسان وژل شوي اؤ په لسگونو نور ژوبل شوي دي.

دچارواکو وينا ده چې دڅلورو ترهه گرو يوې ډلې چارسده کې په باچاخان يونيورسټۍ سحر نهه بجې په طالب علمانو اؤ استاذانو ډزې پيل کړې.

دسيمه ييزو پوليسو مرستيال مشر(ډپټي انسپکټر جنرل اف پوليس) سعيد وزير خان وئيلي دي چې حمله کوونکو کې لږ ترلږه دوه ځانمرگيان هم شامل دي.

دکالعدم تحريک طالبان پاکستان وياند محمد خراساني په يونيورسټۍ دوسله والو لخوا دشوې دغه حملې سره دلا تعلقۍ څرگندونه کړې ده اؤ وئيلي يې دي چې دهغوي په هدفي فهرست کې غيرعسکري ادارې شاملې نۀ دي.

وائس اف امريکا ته ليږل شوي يو بيان کې خراساني دشورو په ورځ په باچاخان يونيورسټۍ ترسره شوې دغه حمله اسلامي شريعت په ضد گرځولې ده.

له دې وړاندې دمقامي طالبانو يو کمانډر وئيلي وؤ چې هغه يونيورسټۍ ته څلور حمله کوونکي ليږلي وؤ، ددغو متضادو دعوؤ نور سپيناوى نۀ شي کيدى.

دپاکستاني پوځ وياند ليفټننټ جنرل عاصم باجوه وئيلي دي چې پوځيانو څلور حمله کوونکي په ډزو سره وژلي اؤ ديونيورسټۍ دټول کيمپس دپاکولو څخه دمخه يې يو، يو بلاک کې دپاکولو عمليات ترسره کړي دي.

له دې وړاندې دخيبرپښتونخوا دحکومت يو وياند مشتاق يوسفزئ دپيښې دځايې ددورې کولو څخه وروستو ميډيا سره خبرو کې وويل چې حمله کې د٢٥ؤ څخه تر ٣٠ؤ پورې کسان وژل شوي چې پکې زياتره طالب علمان شامل دي، هغه ژمنه کړې وه چې دعملياتو پاې ته درسيدو څخه وروستو به دمرگ ژوبلې دقيقه شميره جاري کوي.

يوسفزئ دا هم وئيلي وؤ چې خواؤشا ٥٠ ژوبل کسان نزدې هسپتالونو ته وړل شوي دي اؤ په هغوي کې زياتره په ډزو لگيدلي دي.

يو بيان کې دپاکستان وزيراعظم نوازشريف هم ددغه حملې په سختو ټکو کې غندنه کړې اؤ اراده يې څرگنده کړې ده چې هيواد څخه به ترهه گري ختمولى شي.

راپورونه وايي د تحريک طالبان پاکستان دره ادم خېل ګروپ پوهنتون باندې د بريد زمه واري قبوله کړې ده .

باچاخان پوهنتون باندې بريد کې په وژل شوؤ کسانو کې د پوهنتون د کمسټرۍ د څانګې پروفېسر حميد هم شامل دی .

د خېبرپښتونخوا د حکومت استازي شوکت يوسفزي مطبوعاتو سره خبرو کې د ۲۰ کسانو د وژل کېدو او ۵۰ ژوبلېدو پخلی کړی دی .

او د چارسدې ضلعې ناظم فهدرياض وايس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې ووئيل چې په پوهنتون باندې شوي ترهګر بريد کې د ۳۰ نه تر ۴۰ پورې کسان وژل شوي دي ، خو نوموړي زياته کړه چې پېښه کې د رامنځته شوي زاني زيان کره شمېره نه ده معلومه .

د پوځ د مطبوعاتې څانګې ائي اېس پي ار مشر عاصم باجوه په ټويټرباندې ليکلي پېغام کې وئيلي چې پوهنتون باندې بريد کوؤنکي څلور ترهګر وژل شوي او د پوهنتون د صفايۍ (کليئر) کولو عمل روان دی .

د چارواکو په وينا چارسده کې نن د شورو په ورځ سخته لړه وه ، او ترهګر هم په دغه لړه کې په پوهنتون ورغلي دي .

ډي ائي جي مردان سعيد وزير مطبوعاتو سره خبرو کې وئيلي شپږ ترهګر پوهنتون ته ورننوتي ، ډزې او چاؤدنې يې کړي دي ، او زيات زاني زيان د پوهنتون په هاسټل کې رامنځته شوی دی .

د پوهنتون وائس چانسلر ډاکټرفضل رحيم مروت وايس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې ووئيل ، زه پوهنتون ته په لار ووم او د پوهنتون نه درې کلوميټر لرې راته خبر وشو چې بريد شوی دی .

د ډاکټر مروت په خبره په پوهنتون کې دا وخت نزدې درې زره طالب علمان دي چې پکې د څلورو نه تر پينځه سوه پورې جينکۍ دي ، او خواؤشاه شپږ سوه د پوهنتون کارمندان دي .

نوموړي زياته کړه د پوهنتون سيکيورټي کلکه وه او دويې ته د وړاندې کوم ګواښ نه ؤ .

چارسده کې په باچاخان پوهنتون د وسله والو لخوا دغه حمله په داسې حال کې ترسره شوې چې د تيرخالي په ورځ د خيبرپښتونخوا صوبې سرښار پيښور کې هم د امنيتي انديښنو له امله ناڅاپي ټول سرکاري اؤ شخصي سکولونه تړل شوي وو چې ورسره په خلکو کې ويره ترهه خوره شوې وه .

خو حکومت دعوه لرله چې تعليمي ادارو ته هيڅ رقم خطرې نشته، اولس ، مور او پلار اؤ طالب علمان دې افواه ګانو ته پام نۀ ګرځوي .

ديونيورسټۍ د چارواکو ترمخه نن په پوهنتون کې د پښتون قام پرست مشر خان عبدالغفار خان (باچاخان) د کليزې په موقع مشاعره هم کېدونکې وه .

له دې وړاندې دکال ٢٠١٤م په ١٦م دسمبر پيښور کې دپوځ په تابيا په چليدونکي ارمي پبلک سکول د پاکستاني طالبانو لخوا شوې حمله کې د١٣٠ؤ ماشومانو په ګډون ١٥٠ کسان وژل شوي وو .

د پاکستان وزيراعظم نوازشريف چې دا وخت په سوئزرلېنډ کې دی ، باچاخان پوهنتون باندې د بريد غندنه يې کړې ده .

د نهې په ورځ هم د پېښور سره جوختې پرتې قبائيلي علاقې خېبرايجنسۍ په جمرود علاقه کې يو ځانمرګي بريد کې لږ ترلږه ۱۲ کسان وژل شوي وو . د دغه بريد پړه هم طالبانو منلې وه .

XS
SM
MD
LG