لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تهران: ايراني صدرسره دوزيراعظم نوازشريف اؤ جنرل راحيل مهمه ليدنه


 ديو حکومتي بيان ترمخه تهران درسيدو وروستو وزيراعظم نوازشريف وئيلي دي پاکستان غواړي چې دسعودي عرب اؤ ايران ترمينځ تاؤتريخوالى ختم شي ددې هوارى په پرامنه طريقې سره راوويستل شي.
ديو حکومتي بيان ترمخه تهران درسيدو وروستو وزيراعظم نوازشريف وئيلي دي پاکستان غواړي چې دسعودي عرب اؤ ايران ترمينځ تاؤتريخوالى ختم شي ددې هوارى په پرامنه طريقې سره راوويستل شي.

دپاکستان وزيراعظم ميا نوازشريف اؤ دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف دسعودي عرب ديوې ورځنۍ دورې څخه وروستودنهې په ورځ دايران پلازمينې تهران ته رسيدلي اؤ دغلته يې دايراني صدر حسن روحاني سره ليدنه کړې ده.

ديو حکومتي بيان ترمخه تهران درسيدو وروستو وزيراعظم نوازشريف وئيلي دي پاکستان غواړي چې دسعودي عرب اؤ ايران ترمينځ تاؤتريخوالى ختم شي ددې هوارى په پرامنه طريقې سره راوويستل شي.

ايران ته درسيدو څخه دمخه دپاکستاني پوځ دسرلښکر اؤ وزيراعظم ترمينځ الوتکه کې په دغه معامله صلاح مشوره هم شوې ده.

له دې وړاندې دسعودي عرب دشاه سلمان عبدالعزيز سره شوې ليدنه کې وزيراعظم نوازشريف وئيلي وؤ چې پاکستان داسلامي هيوادونو دتنظيم او ائي سي دغړو هيوادونوترمينځ ښو اړيکو ته دودې ورکولو خواهش لري اؤ داسلامي هيوادونو ترمينځ داختلافونو دمذاکراتو له لارې هوارولو لپاره هم پاکستان تل خپل کردار ادا کولو ته تيار دى.

سعودي عرب کې ديو نامتو شيعه مذهبي مشر نمرالنمر دمرگ په سزا دعمل درامد کيدو وروستو څو اوونۍ دمخه تهران کې مظاهرينو دسعودي عرب په سفارت خانه اؤ مشهد کې دسعودي په قونصل خانه حمله کړې وه.

دپيښې څخه وروستو سعودي عرب ايران سره دخپلو سفارتي اړيکو دختمولو اعلان کړى ؤ اؤ دايران سفارتي عملې ته يې ٤٨ؤ گينټو کې دننه دسعودي عرب دپريښودو وينا کړې وه.

سعودي عرب سره ديو والي دڅرگندونې په ترڅ کې گڼو خليجي هيوادونو هم ايران سره خپلې سفارتي اړيکې ختمې کړي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG