لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان په ايران اؤ سعودي داختلافونو دحل کولو غږ کړى


 وزيراعظم نوازشريف تيره ورځ دلوړې کچې ديو هيئت سره درياض په دوره تللى اؤ دغلته يې دسعودي دبادشاه سلمان سره ليدنه کړې ده.
وزيراعظم نوازشريف تيره ورځ دلوړې کچې ديو هيئت سره درياض په دوره تللى اؤ دغلته يې دسعودي دبادشاه سلمان سره ليدنه کړې ده.

دسعودي عرب پلازمينه رياض کې دوزيراعظم نوازشريف اؤ سعودي دچارواکو ترمينځ دليدنې څخه وروستو دپاکستان دخارجه دفتر له لوري جاري شوي بيان کې وئيل شوي دي چې دواړه هيوادونه به دترهه گرۍ اؤ تندلاريتوب په ضد په گډه کار کوي.

سعودي عرب کې ديو نامتو شيعه مذهبي مشر نمرالنمر دمرگ په سزا دعمل درامد کيدو وروستو څو اوونۍ دمخه تهران کې مظاهرينو دسعودي عرب په سفارت خانه اؤ مشهد کې دسعودي په قونصل خانه حمله کړې وه.

دپيښې څخه وروستو سعودي عرب ايران سره دخپلو سفارتي اړيکو دختمولو اعلان کړى ؤ اؤ دايران سفارتي عملې ته يې ٤٨ؤ گينټو کې دننه دسعودي عرب دپريښودو وينا کړې وه.

سعودي عرب سره ديو والي دڅرگندونې په ترڅ کې گڼو خليجي هيوادونو هم ايران سره خپلې سفارتي اړيکې ختمې کړي.

وزيراعظم نوازشريف تيره ورځ دلوړې کچې ديو هيئت سره درياض په دوره تللى اؤ دغلته يې دسعودي دبادشاه سلمان سره ليدنه کړې ده.

دوزيراعظم ترڅنگ دسعودي په دوره تللي هيئت کې دپاکستاني پوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف هم شامل دى.

دغه دوره دسعودي اؤ ايران ترمينځ داوسني تاؤتريخوالي دراکمولو دهڅو لړۍ ده.

دسعودي عرب بادشاه اؤ نورو لوړپوړو سعودي چارواکو سره دپاکستاني مشرانو ليدنو کې دسيمې په موجوده صورتحال، دترهه گرۍ دمخنيوي لپاره دسعودي لخوا په جوړ شوي ائتلاف اؤ دايران اؤ سعودي عرب ترمينځ دتاؤتريخوالي په وضعيت خبرې شوي دي.

دميډيا راپورونه وائي وزيراعظم نوازشريف په دغه مهال په سعودي عرب اؤ ايران زور راوړى چې خپل اختلافونه دې په پرامنه ډول حل کړي.

دخارجه دفتر له لوري دجاري شوي بيان ترمخه نوازشريف وويل چې پاکستان تل داسلامي هيوادونو دتنظيم او ائي سي دغړو هيوادونو ترمينځ داړيکو دودې لپاره هڅې کړي.

هغه وويل چې پاکستان داسلامي هيوادونو ترمينځ داختلافونو دمذاکراتو له لارې حل کولو لپاره تل دخپلو خدماتو وړاندې کولو لپاره تيار دى.

بيان کې وئيل شوي يد چې پاکستان ايران اؤ سعودي عرب سره دخپل مينځي درناوي په اساس ژورې دورورولۍ اړيکې لري اؤ ددواړو هيوادونو ترمينځ په اوسني تاؤتريخوالي انديښمن دى.

بيان کې وئيل شوي دي وزيراعظم نوازشريف غواړي چې دواړه هيوادونه په پرامنه طريقې سره خپل اختلافونه حل کړي.

دپاکستان دخارجه دفتر ترمخه دنهې په ورځ به وزيراعظم ايران ته هم ځي اؤ په دغه مهال به ورسره دلوړې کچې يو هيئت هم ملگرى وي.

له دې وړاندې سعودي عرب خارجه وزير عادل الجبير اؤ وروستو ددفاع وزير شهزاده محمد بن سلمان دپاکستان دوره کړې وه اؤ دغلته يې لوړپوړو عسکري اؤ سياسي مشرانو سره ليدنې کړې وې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG