لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اکبربګټي وژنې کېس کې پروېزمشرف او درې نورملزمان بري کړی شو


په بري کړی شوؤ نورو ملزمانو کې پخوانی مرکزي داخله وزير افتاب شېرپاؤ( د قومي وطن پارټۍ مشر ) او د بلوچستان صوبې پخوانی داخله وزير شعېب نوشېرواني شامل دي .
په بري کړی شوؤ نورو ملزمانو کې پخوانی مرکزي داخله وزير افتاب شېرپاؤ( د قومي وطن پارټۍ مشر ) او د بلوچستان صوبې پخوانی داخله وزير شعېب نوشېرواني شامل دي .

د پاکستان بلوچستان صوبې د کوئټې د ترهګرۍ د مخنيوي يو عدالت نن د ګل په ورځ د بلوچ ملت پاله مشر اکبربګټي د وژنې په کېس کې پخوانی پوځي صدر پروېزمشرف او هغه سره په کېس کې نامزد درې نور ملزمان بري کړي دي .

په بري کړی شوؤ نورو ملزمانو کې پخوانی مرکزي داخله وزير افتاب شېرپاؤ( د قومي وطن پارټۍ مشر ) او د بلوچستان صوبې پخوانی داخله وزير شعېب نوشېرواني شامل دي .

د اکبربګټي د وژنې د کېس اورېدنه د ترهګرۍ دمخنيوي عدالت جج جان محمد کوله .

د عدالت د فېصلې مخې ته راتلو نه پس د پخواني پوځي صدر پروېزمشرف د پارټۍ(ال پاکستان مسلم ليګ) وياندې اسيه اسحاق وئيلي د دغه وژنې سره د مشرف هيڅ تعلق نه ؤ .

ولې د نواب اکبربګټي زوې جميل بګټي وئيلي هغه به د ترهګرۍ د مقدې د پرېکړې په ضد اپيل کوي .

بلوچ قام پرست مشر اکبربګټي د کال ۲۰۰۶م د اګست په ۲۶م نېټه د بلوچستان د کوهلو په علاقه کې پوځي عملياتو کې وژل شوی ؤ .

د بلوچ مشر د وژنې په مهال پروېز مشرف د ملک صدر ؤ .

پروېزمشرف باندې د بلوچستان هائيکورټ په حکم د وژنې دغه مقدمه په اکتوبر ۲۰۰۹م کې درج کړی شوې وه .

پروېزمشرف په کال ۲۰۰۸م کې مستعفي شوی او اپرېل کال ۲۰۰۹م کې د ملک نه بهر تلی او نزدې څلور کاله پس په ۲۰۱۳م کې ملک ته بيرته راغلی ؤ .

پخواني پوځي صدر باندې د ملک په بېلابيلو عدالتونو کې د پخوانۍ وزيراعظمې بېنظيربهټود وژنې د کېس سره په کال ۲۰۰۷م کې په ملک کې د اېمرجنسۍ لګولو او ائين ماتولو مقدمه هم روانه ده ، د اېمرجنسۍ لګولو په کېس کې پروېزمشرف باندې فرد جرم لګول شوی دی .

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG