لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستاني مشران د رياض او تهران د روغې جوړې دخبرو دپاره روان شوي


د پاکستان د مشرانو دغه دوره د سعودي عرب او ايران ترمنځ د روانې شخړې کمولو په لړ کې د هڅو يوه کړۍ ده .
د پاکستان د مشرانو دغه دوره د سعودي عرب او ايران ترمنځ د روانې شخړې کمولو په لړ کې د هڅو يوه کړۍ ده .

د پاکستان د وزيراعظم نوازشريف په مشرۍ يو لوړ پوړی پلاوی نن د ګل په ورځ سعودي عرب ته روان شوی دی، وزيراعظم سره د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف هم تلی دی .

د پاکستان د مشرانو دغه دوره د سعودي عرب او ايران ترمنځ د روانې شخړې کمولو په لړ کې د هڅو يوه کړۍ ده .

د دفتر خارجه لخوا د وزيراعظم د دورې په اړه جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي چې نوموړی به نن د ګل په ورځ سعودي عرب او صبا د نهې په ورځ ايران ته لاړ شي .

راپورونه وايي پاکستاني مشران به نن د سعودي عرب باچا شاه سلمان او د نهې په ورځ د ايران باچا د ايران صدر حسن روحاني سره وويني .

د دفتر خارجه په بيان کې زياته کړی شوې ده چې د پاکستان ـ سعودي عرب او ايران دواړو سره د ورورولۍ نزدې اړيکې دي او پاکستان د دواړو ملکونو ترمنځ په تازه رامنځته شوې شخړه اندېښمن دی .

د بيان ترمخه وزيراعظم نوازشريف غواړي چې د مسلمانانو د يووالي په خاطر تازه رامنځته شوې شخړه په پُرامنه توګه هواره شي . او پاکستان د مسلمان ملکونو د تنظيم (او ائي سي) د غړو هېوادونو ترمنځ د نزدې اړيکو په پاليسۍ زور راوړي .

روانه مياشت په سعودي عرب کې د يو شيعه عالم شېخ نمرالنمر په دار د ځړولو وروستو د رياض او تهران اړيکې خرابې شوي او سعودي عرب ايران سره سفارتي اړيکې ختمې کړي دي .

د هغې نه پس نورو عرب ملکونو کويت، سوډان او بحرېن هم ايران سره د سفارتي اړيکو ختمولو اعلان کړی ؤ .

د رياض او د تهران ترمنځ د شخړې راپورته کېدو نه پس د سعودي عرب خارجه وزير عادل الجبېر او د دفاع وزير سلمان بن محمد د پاکستان په دوره راغلي دي . او د وزيراعظم نوازشريف ترڅنګ يې د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف سره هم ليدلي وو .

د پاکستان وزيراعظم او د پوځ سرلښکر سعودي عرب ته باور ورکړی چې سعودي عرب ته راپېښېدونکي هر قسمه خطرې ته به په کلکه ځواب ورکوي .

بل لور ته د پاکستان په پارليمان کې هم د سعودي او ايران ترمنځ په شخړه بحث شوی او پارليمان په دې خبره زور رواړی چې پاکستان دې په دغه معامله کې بې طرفه پاتې شي او د منځګړي د کردار ادا کولو هڅه دې اوکړي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG