لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ايران سره د ايټمي شخړې هوارول سفارتي بريا ده، صدراوباما


صدراوباما وئيلي د ايټمي تړون په نتيجه کې د دواړو ملکونو ترمنځ ټول اختلافات د منځه نه دي تللي اوس هم امريکا د ايران په ځينو معاملاتو تحفظات لري .
صدراوباما وئيلي د ايټمي تړون په نتيجه کې د دواړو ملکونو ترمنځ ټول اختلافات د منځه نه دي تللي اوس هم امريکا د ايران په ځينو معاملاتو تحفظات لري .

د امريکې صدر باراک اوباما وئيلي چې ايران سره د ايټمي تړون د شخړې هوارول د امريکې سفارتي بريا ده ، د کوم په نتيجه کې چې د ايران د ايټمي قوت جوړېدو لارې محدودې شوې .

د اتوار په ورځ د سپيني ماڼۍ نه په وينا کې صدر اوباما ووئيل ايران سره تېرکال ايټمي تړون عملي کول او د ايران او امرېکې ترمنځ د بنديانو يو بل ته ورکول داسې ګامونه دي چې د يو ښه راتلونکې هيلي ترې پېدا شوي دي .

د خالي په ورځ د ايټمي توانايۍ نړېوالې ادارې (ائي اې اي اې) په خپل رپورټ کې د ايران لخواپه ايټمي تړون د عمل کولو د اعلان نه پس امريکا او يورپي يونين په ايران د لګېدلو بندېزونو ختمولو وئيلي وو .او د امريکا او ايران ترمنځ د بنديانو خوشي کېدو په نتيجه کې ايران کې بند پينځه امرکايان خوشي کړی شوي دي .

صدراوباما دغو پورته کړی شوؤ ګامونو ته يو ښه پېل وئيلي دي ، او زياته کړې يې ده پورته کړی شوي ګامونه هغه يادګېرنه کوي چې امريکا په خپل عزم او پوهه ډېر څه ترلاسه کولی شي .

امريکايي صدر ادعا کړې چې د جوهري تړون په نتيجه کې د ايران د ايټمي قوت جوړېدو لارې محدود شوي دي . خو نوموړي په ډاګه کړې چې د ايټمي تړون په نتيجه کې د دواړو ملکونو (امريکا او ايران) ترمنځ ټول اختلافات د منځه نه دي تللي اوس هم امريکا د ايران په ځينو معاملاتو تحفظات لري .

او د امريکې محکمه خزانه د تهران د بېلېسټک مېزائيل د پرواګرام سره په تړاؤ په پينځه شخصياتو او څو کمپنو باندې نوي بندېزونه لګولي دي .

د صدراوباما د بيان نه وړاندې د ايران صدر حسن روحاني هم د ايران نه د بندېزونو پورته کېدو هرکلی کړی او دې ګام ته يې د ايران په تاريخ کې د يو ځلنده باب پېل وئيلی دی .

د راپورونو ترمخه د بندېزونو لرې کېدو په نتيجه کې به ايران د ۵۰ نه تر ۱۰۰ اربه ډالرو اثاثو پورې رسايي وشي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG