لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داعش د شام په ختيز کې په سلګونو کسان تښتولي او وژلي، راپور


د داعش وسله والو لخوا په تښتؤل شوؤ کسانو کې زنانه او ماشومان هم شامل دي ، او د ديرالزور لرې پرته علاقه البغاليه يې نيولې ده .
د داعش وسله والو لخوا په تښتؤل شوؤ کسانو کې زنانه او ماشومان هم شامل دي ، او د ديرالزور لرې پرته علاقه البغاليه يې نيولې ده .

په شام کې د فعاله تُندروه ډلې داعش وسله والو د ملک د ختيزې سيمې نه لږ ترلږه ۴۰۰ عام ملکي وګړي تښتولي دي .

د شام په حالاتو نظر لرونکې برطانوي ادارې (سيرين ابزروېټري فارهيومن رائټس) ترمخه د خالي په ورځ د داعش وسله والو ختيز ښار ديرالزور باندې حمله کړې او په سلګونو کسان يې تښتولي دي .

د ادارې ترمخه د داعش وسله والو لخوا په تښتؤل شوؤ کسانو کې زنانه او ماشومان هم شامل دي ، او د ديرالزور لرې پرته علاقه البغاليه يې نيولې ده .

راپورونه وايي د وسله والو لخوا په دغه بريد کې ۱۳۵ کسان وژل شوي چې زياتره پکې د شام پوځيان دي .

ولې د شام سرکاري خبري ادارې (سانا) وئيلي په ديرالزور باندې د داعش په حمله کې د وژل شوؤ شمېره لږ ترلږه ۳۰۰ ده .

ولې په ازاده توګه د دغو خبرونو پخلی نه دی شوی .

د داعش وسله والو له دې وړاندې هم په شام او عراق کې د عامو ملکي وګړو قتل عام کړی دی .

په کال ۲۰۱۴م کې د شام په رقه ښار کې طبقه ائيربېس باندې د قبضې په مهال ۲۰۰ عسکر، او په هم دغه کال په ديرالزور کې په سلګونو شيعه قبائيل وژلي وو .

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG