لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نيوزي لېنډ ـ پاکستان ته په لسو وکټو ماتې ورکړه


د پاکستان کوم بالر ونه کړی شوه چې د نيوزي لېنډ کوم لوبغاړی يې اوټ کړی وی .
د پاکستان کوم بالر ونه کړی شوه چې د نيوزي لېنډ کوم لوبغاړی يې اوټ کړی وی .

د پاکستان او نيوزي لېنډ ترمنځ د درېو ټي ټيونټې ميچونو د سيريز په دويم مېچ کې نيوزي لېنډ ـ پاکستان ته په لسو وکټو ماتې ورکړه ، او سيريز يې په يو، يو سره برابر کړو .

د نيوزي لېنډ په هيملټن مېدان کې د د دواړو ټيمونو د مېچ ټاس پاکستان ګټلی او لمړی يې بيټنګ کړی ؤ ، او په ټاکل شوؤ ۲۰ اوورونو کې يې د اووه لوبغاړو په سر ۱۸۶ رنزونه جوړ کړي وو .

د پاکستان لخوا تر ټولو زيات عمراکمل ۵۶ او شعېب ملک ۳۹ رنزونه جوړ کړل ، په پاتې نورو لوبغاړو کې يو هم د ۲۰ پورې رنزونو جوړولو ته ونه رسېدو .

د نيوزي لېنډ لخوا ميکلنګن دوه او نورو څلورو بالرانو يو، يو وکټ واخستو .

د نيوزي لېنډبيټګ مارټن ګپټل او ويليمسن پېل کړو او تر اخره پورې په مېدان پاتې شو او لوبه يې په ۱۸م اوور کې په اسانۍ سره وګټله .

ګپټل د نهه چوکو او څلورو چهکو په لګولو ۸۷ رنزونه او ويليمسن د ۱۱ چوکو په مرسته ۷۲ رنزونه جوړ کړل .

د پاکستان کوم بالر ونه کړی شوه چې د نيوزي لېنډ کوم لوبغاړی يې اوټ کړی وی .

د درې مېچونو د سيريز لمړي مېچ کې پاکستان نيوزي لېنډ ته په ۱۶ رنزونو ماتې ورکړې وه ، او د سيريز اخرنی مېچ به په ۲۲م جنورۍ کيږي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG