پاکستان کې دکم عمرۍ دوادۀ خلاف دقانون سازۍ هڅې لمړي پړاؤ کې ناکامۍ سره مخ شوي دکوم څخه وروستو چې په دغه مهه ټولنيزه ستونزه کارکوونکو غير سرکاري تنظيمونو دافسوس څرگندونه کړې اؤ وئيلي يې دي چې دې لړ کې به خپل کرداردوامداره ساتي.
دواکمن گوند مسلم ليگ(ن) دقومي اسمبلۍ غړې ماروي ميمن له لوري دکم عمرۍ دوادۀ په ضد وړاندې کړل شوي تجويز کې وئيل شوي دي چې ددغسې عمل ترسره کونکو لپاره سخته سزا پکار ده.
خو دمذهبي چارو لپاره دقومي اسمبلۍ قائمه کميټۍ دملکي قوانينو داسلامي تعليماتو په رڼا کې دجاج اخستونکي اسلامي نظرياتي کونسل له لوري ددغه تجويز دغيراسلامي گرځولو وروستو دا رد کړى دى.
د رد کيدو وروستو ماروي ميمن خپل تجويز په سمدستي توگه بيرته اخستى.
دې لړ کې چائلډ ميرج رسټرکشن ايکټ ١٩٢٩ء هم اسلامي نظرياتي کونسل غير اسلامي گرځولى، ددې قانون لاندې وادۀ لپاره دهلک لږ ترلږه عمر ١٨ کاله اؤ دجينۍ عمر ١٦ کاله پکار دى،
خلاف ورزۍ کوونکو لپاره دزيات څخه زيات يوې مياشتې دبند اؤ زرو روپو دجرمانې سزا ايښودل شوې ده. دملگرو ملتونو داندازو ترمخه ټوله نړۍ کې دبلوغت عمر ته درسيدونکو جينکو دمجموعي شميرې څخه نيم په شپږو هيوادونو کې دي چې پکې پاکستان هم شامل دى.
پاکستان کې دښځو دحقونو لپاره فعاله تنظيمونه کليوالو اؤ لرې پرتو سيمو کې دجينکو دکم عمرۍ د ودونو کچه تر زياته حده لوړه گرځوي.
عورت فاؤنډيشن سره تړلې فعاله غړې ربيعه هادي وائس اف امريکا سره خبرو کې دکم عمرۍ د ودونو خلاف دتجويز شوي قانون ردول هاغه قدامت خوښى سوچ اؤ رويه گرځولي چې ددغسې نورو ستونزو په هواري کې هم خنډ دي.