لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

برکينافاسو : په هوټل حمله کې د ٢٠ نه سوا کسان وژل شوي


دلويديزې افريقې هيواد برکينا فاسو کې په يو هوټل دوسله والو کسانو حمله کې لږ ترلږه ٢٠ کسان وژل شوي اؤ تندلارو هوټل کې زيات خلک يرغمال کړي دي .

دتازه اطلاعاتو ترمخه ددغو يرغمال نيول شوؤ کسانو څخه ٣٣ خوشې کړل دي خو دا نۀ ده په ډاگه چې ديرغمال کړل شوؤ کسانو اصل شميره څومره ده؟

دچارواکو ترمخه دا حمله دهيواد دپلازمينې اواگاډوگو کې شوې چرته چې زياتره غيرملکيان ميشته دي.

دچارواکو وينا ده چې حمله کې د١٥ؤ څخه زيات کسان ژوبل شوي اؤ امنيتي ځواکونو هوټل پخپله گيره کې اخستى.

يو چارواکي وئيلي دي دا معلومولى شي چې دحمله کوونکو سمه شميره څومره وه اؤ دهغه په قول کارروايۍ کې څومره وخت لگيدلى شي.

القاعده سره تړلې ډلې اى کيو ائي ايم ددې حملې ذمه واري په غاړه اخستې ده.

دامريکا دفاعي چارواکي اؤ مينځنۍ افريقا کې دامريکائي عسکري کمانډ مرکز وائي چې په صورت يې نظر ساتلى دى.

دامريکا دخارجه محکمې وياند جان کربي ددې حملې غندنه کړې اؤ وئيلي يې دي چې اوگاډوگو کې دسفارت خانه دامريکائي وگړو لړ کې دمعلوماتو راټولولو هرممکن کوشش کوي.

عيني شاهدان وائي چې هوټل ته دوسله ونالو دداخليدو څخه دمخه دجمعې په ماښام تقريباً اووۀ بجې دوه موټري بم چاؤدنې وشوې چې له دې وروستو دريوؤ څخه څلور وسله وال دهوټل ودانۍ ته ننوتل.

داطلاعاتو ترمخه هوټل کې دملگرو ملتونو دعملې ترڅنگ گڼ غيرملکي وگړي هم موجود دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG