لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي کوريا سيمه کې دبې ثباتۍ لويه وجه ده،بلنکن


 ټوني بلنکن دغه خبره دټوئټر په ذريعه دوائس اف امريکا ديوې پوښتنې په ځواب کې کړې ده.
ټوني بلنکن دغه خبره دټوئټر په ذريعه دوائس اف امريکا ديوې پوښتنې په ځواب کې کړې ده.

دامريکا دبهرنو چارو مرستيال وزير ټوني بلنکن وئيلي دي چې شمالي کوريا سيمه کې دبې ثباتۍ يوه لويه وجه ده.

ټوني بلنکن دغه خبره دټوئټر په ذريعه دوائس اف امريکا ديوې پوښتنې په ځواب کې کړې ده.

هغه وويل دسيمې ثبات دامريکا اؤ چين شريکه دلچسپي ده خو ډي پي ار(ډيموکريټک پيپلز ريبلک اف کوريا) دبې ثباتۍ يوه لويه وجه ده.

بلنکن دجاپان، جنوبي کوريا اؤ چين دوره کوي چې پکې به هغه دسيمه ييزې سلامتۍ اؤ شمالي کوريا لخوا داوسني تاؤتريخوالي په تناظر کې ائتلافيانو سره دامريکا دپخې ارادې لړ کې خبرې کوي.

شمالي کوريا دروانې مياشتې په پيل کې څلورمه جوهري تجربه کړې وه چې پرې دامريکا په ګډون بين المللي ورورولي دسختو بنديزونو لګولو لپاره فعاله ده.

دخارجه محکمې وياند وئيلي دي چې دامريکا خارجه وزير جان کيري به هم نزدې راتلونکي کې دايشياء دوره کوي.

هغه وئيلي دي چې اوباما انتظاميه په شمالي کوريا دسخت فشار راوړلو پلوي ده، هغه داستازو دايوان له لوري دمنظور کړل شوي هاغه قانون په تناظر کې خبرې کولې چې پکې پيانګ يانګ ته دخپل جوهري پروګرام لپاره دپکار رقم ترلاسه کولو باندې دسختو بنديزونو لګولو وينا شوې.

جان کربي وويل هغوي دشمالي کوريا لخوا دبين المللي ذمه وارو لړ کې دپرله پسې خلاف ورزو په اړه دکانګريس دتحفظاتو سره متفق دي اؤ دکانګريس سره په ګډه دګډ مقصد ترلاسه کولو لپاره کار کولو ته په انتظار دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG