لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني نوازشريف ته دپاکستاني سفارت کارانو دتحفظ باور ورکړى


 د پاکستاني وزيراعظم د دفتر څخه جاري شوي بيان کې وئيل شوي دي چې افغان صدر نوازشريف ته ټيليفون کړى اؤ جلال اباد کې يې دپاکستان په قونصلگرۍ دحملې څخه هغه خبر کړى دى.
د پاکستاني وزيراعظم د دفتر څخه جاري شوي بيان کې وئيل شوي دي چې افغان صدر نوازشريف ته ټيليفون کړى اؤ جلال اباد کې يې دپاکستان په قونصلگرۍ دحملې څخه هغه خبر کړى دى.

د افغانستان صدر اشرف غني د پاکستان وزيراعظم ميا نوازشريف سره ټيليفوني خبرې کړي اؤ تيره ورځ دافغانستان په جلال اباد ښار کې دپاکستان په قونصلگرۍ دشوې چاؤدنې غندنه يې کړې ده، اشرف غني نوازشريف ته باور ورکړى چېافغانستان کې به د پاکستاني سفارت کارانو د تحفظ لپاره گامونه اخستل کيږي.

دپاکستاني وزيراعظم ددفتر څخه جاري شوي بيان کې وئيل شوي دي چې افغان صدر نوازشريف ته ټيليفون کړى اؤ جلال اباد کې يې دپاکستان په قونصلگرۍ دحملې څخه هغه خبر کړى دى.

دغه حمله په داسې وخت کې ترسره شوې وه چې دپاکستاني پوځ ډائريکټر جنرل اپريشنز ميجر جنرل ساحر شمشاد دخپل افغان سيال سره په بيلا بيلو چارو خبرې اترو لپاره دکابل سفر کولو.

دغه حمله کې اووۀ عسکر وژل شوي وؤ اؤ ذمه واري يې تندروه ډلې داعش په غاړه اخستې ده.

تيره ورځ اسلام اباد کې يوې دستورې ته دوينا په مهال افغان سفير جانان موسي زي داعش اؤ نورو ترهه ى ريزو ډلو ته دماتې ورکولو لپاره دپاکستان اؤ افغانستان ترمينځ دنزدې مرستې په ضرورت زور راوړى ؤ.

ټيليفوني خبرو کې نوازشريف اشرف غني ته وئيلي دي چې ترهگرۍ د دواړو هيوادونو گډ دښمن دى اؤ هغوي به دترهگرۍ تر خاتمې پورې ددې په ضد جنگيږيږي.

بل لوري ته دپاکسان خارجه دفتر په يو بيان کې وئيلي دي چې افغان چارواکو څخه يې دجلال اباد دحملې دپلټنو غوښتنه کړې ده اؤ ورته يې ويلي چې دغه لړ کې دې ورسره معلومات شريک کړي، افغان حکومت څخه افغانستان کې دخدماتو ترسره کوونکو پاکستاني سفارت کارانو اؤ ډيپلوماټانو لپاره دزياتو حفاظتي گامونو غوښتنه هم شوې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG