لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جکارتا کې چاؤدنې اؤ ډزې،٦ مړه


 داطلاعاتو ترمخه بريد کې دټريفک پوليسو يوه پوسته په نخښه کړل شوې کومه چې ددرنو بمي چاؤدنو له امله زيانمنه شوې اؤ دحمله کوونکي له لوري په ډزو لږ ترلږه يو پوليس افسر وژل شوى.
داطلاعاتو ترمخه بريد کې دټريفک پوليسو يوه پوسته په نخښه کړل شوې کومه چې ددرنو بمي چاؤدنو له امله زيانمنه شوې اؤ دحمله کوونکي له لوري په ډزو لږ ترلږه يو پوليس افسر وژل شوى.

دانډونيشياء پلازمينه جکارتا کې گڼې دزيارت په ورځ يو شمير بمي چاؤدنې شوي اؤ دډزو غږونه اوريدل شوي دي کوم چې پوليسو يو ترهه گريز بريد گرځولى چې پکې لږ ترلږه شپږ کسان وژل شوي دي.

داطلاعاتو ترمخه بريد کې دټريفک پوليسو يوه پوسته په نخښه کړل شوې کومه چې ددرنو بمي چاؤدنو له امله زيانمنه شوې اؤ دحمله کوونکي له لوري په ډزو لږ ترلږه يو پوليس افسر وژل شوى.

دانډونيشيادقومي پوليسو وياند جنرل اينټن چارليان وئيلي دي چې دغه بريد کې گڼ شمير حمله کوونکي ککړ دي اؤ هغوي په لاسي بمونو اؤ وسلو سمبال دي، حمله کوونکو کې يو په موټر سائيکل سور ؤ، هغه وويل چې حمله کې کوم ځانمرگي ککړ نۀ دى اؤ زياته يې کړه چې درې اولسي وگړي اؤ يو پوليس افسر وژل شوي دي.

جنرال آنټن وويل چې پوليسو ته تيرکال دنومبر په مياشت کې دتندروه ډلې داعش څخه دخبرداري اطلاعات ترلاسه شوي وؤ چې پکې وئيل شوي وؤ انډونيشياء کې به يو کنسرټ يعنې يوه حمله کيږي.

دا نۀ ده په ډاگه چې دغه چاؤدنې دچا له لوري شوي، مقامي ميډيا وائي چې حمله کې ١٤ کسان ککړ دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG