لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد کې د" اې ار وايي" ټي وي په دفتر حمله شوې


د خبريالانو تنظيمونو د بريد د غندنې ترڅنګ د حکومت نه خبريالانو او خبري ادارو ته د تحفظ ورکولو غوښتنه کړې ده .
د خبريالانو تنظيمونو د بريد د غندنې ترڅنګ د حکومت نه خبريالانو او خبري ادارو ته د تحفظ ورکولو غوښتنه کړې ده .

د پاکستان پلازمينه اسلام اباد کې د يو شخصي ټي وي چېنل " اې ار وايي" نيوز په دفتر د لاسې بم حمله شوې چې پکې يو کس ژوبل شوی دی .

د ټي وي چېنل چارواکو وئيلي د شورو په ماښام نامعلومو موټرسائيکل سورو دفتر ته د ننوتلو هڅه کوله ، او د دفتر د ساتونکي لخوا په ودرولو دويې لاسي بم ويشتی او تښتېدلي دي .

د دفتر ساتونکي محافظ وايس اف امريکا ته وئيلي چې په موټر سائيکل د سورو کسانو مخونه پټ وو .

د ټي وي چېنل چارواکو وئيلي حمله کوؤنکو کسانو د تېښتې په مهال په موقع يو پمفلټ غورځولی چې پکې د داعش خراسان ډلې لخوا د بريد زمه واري قبول کړی شوې ده .

پاکستان کې له دې وړاندې هم په خبريالانو او خبري ادارو په دفترو بريدونه شوي خو په پلازمينه اسلام اباد کې دا د خپل نوعيت لمړۍ پېښه ده .

وزيراعظم نوازشريف د دغه بريد غندنه کړې او د خبريالانو تنظيمونو د بريد د غندنې ترڅنګ د حکومت نه خبريالانو او خبري ادارو ته د تحفظ ورکولو غوښتنه کړې ده .

پاکستان په نړۍ کې د خبريالانو دپاره په خطرناکو هېوادونو کې شمار ملک دی ، پاکستان کې له دې وړاندې صحافيان وژل شوي هم دي ، او دلته خبريالان وايي چې د خبرونو ترلاسه کولو په مهال د رياستي ادارو ترڅنګ د تُندلارو لخوا هم د فشار سره مخ کيږي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG