لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د هند په فضايي اډه بريد کې د ککړو وسله والو د نيولو ادعا کړې


د اعلی سطحې په غونډه کې د پټهان کوټ د پېښې په لړ کې په روانو پلټنواو د نيول شوؤ مشکوک ترهګرو په نيول کېدو د اطمنان څرګندونه شوې ده .  
د اعلی سطحې په غونډه کې د پټهان کوټ د پېښې په لړ کې په روانو پلټنواو د نيول شوؤ مشکوک ترهګرو په نيول کېدو د اطمنان څرګندونه شوې ده .  

پاکستان د شورو په ورځ ادعا کړې چې هند کې په فضايي اډه باندې د بريد مشکوک مرکزي کردار د وسله والې ډلې جېش محمد ډلې سره تعلق لرونکي څوکسان يې نيولي دي .

د وزيراعظم نوازشريف د دفتر لخوا د لوړ پوړو حکومتي او پوځي چارواکو سره د يوې غونډې نه پس په جاري شوي بيان کې وئيل شوي ، چې د دغه ډلې څو دفترې يې معلومې کړي او تړلې (سيل) کړي يي دي .

په سرکاري بيان کې وئيل شوي چې د پاکستان پولې سره نزدې د پټهان کوټ بريدکې ککړ دغه کسان د دهلي لخوا اسلام اباد سره د شريک کړی شوؤ معلوماتو په اساس نيول شوي دي .

د اعلی سطحې په غونډه کې د پټهان کوټ د پېښې په لړ کې په روانو پلټنواو د نيول شوؤ مشکوک ترهګرو په نيول کېدو د اطمنان څرګندونه شوې ده .

بيان کې وئيل شوي چې پلټنې نورو معلوماتو ته اړتيا لري ، او د هغې دپاره به د هند د حکومت په صلاح د يو خصوصي تحقيقاتي ټيم پټهان کوټ ته په لېږلو غور کولی شي .

پاکستان دغه ژمنه هم کړې چې هند سره په ګډه به د سيمې نه د ترهګرۍ نوغی اوباسي .

د روانې مياشتې په دويمه نېټه باندې پاکستان سره په پوله د هند په پټهان کوټ سيمه کې فضايي اډه باندې حمله شوې وه ، په دغه بريد کې د هند اووه عسکر وژل شوي وو ، او د څلورو ورځو پورې روانه نښته د شږو وسله والو په وژنه پايې ته رسېدلې وه .

جېش محمد هغه وسله واله ډله ده چې هند پرې اکثره په خپله خاوره د بريدونو تورونه لګوي چې پکې زياتره د نوي دهلي د ولقې لاندې په کشمير کې کيږي .

پاکستان دغه ډله په کال ۲۰۰۲م کې کالعدم (لاقانونه) ګرځولې ده ، ملګروملتونو، امريکا، برطانيه او څو نورو ملکونو هم جېش محمد ډله لاقانونه ګرځولې ده .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG