لاس رسیدونکی لینک

د سعودي اتحاد کې به ځمکنی پوځ نه لېږو، سرتاج عزيز


سرتاج عزيز وئيلي پاکستان سره به سعودي عرب سره د ترهګرۍ په ضد جنګ کې يواځې استخباراتي معلومات شريکوي .

د پاکستان د وزيراعظم د باندنيو چارو صلاح کار سرتاج عزيز وئيلي د سعودي عرب په مشرۍ د ۳۴ اسلامي ملکونو په اتحاد کې سعودي يا بل کوم ملک ته خپل ځمکنی پوځ نه ليږو نوموړي وئيلي سعودي عرب ترې پوځ غوښتی هم نه دی .

د نهې په ورځ د قامي اسمبلۍ د باندنيو چارو کميټۍ ته د ان کمېره احوال تېرولو په مهال سرتاج عزيز وئيلي د پاکستان او سعودي عرب ترمنځ په ټولو معاملاتو خبرې شوي دي .

سرتاج عزيز وئيلي پاکستان به سعودي عرب سره د ترهګرۍ په ضد جنګ کې يواځې استخباراتي معلومات شريکوي او تکنيکي مرستې به يې کوي .

سرتاج عزيز کميټۍ ته وئيلي پاکستان به د سعودي عرب او ايران ترمنځ د شخړې په کمولو کې رول لوبوي .

" په جده کې د او ائي سي د غړو هېوادونو د خارجه وزيرانو بيړنۍ غونډه رابلل شوې او پاکستان به پکې خپل تجويز وړاندې کړي چې د سعودي او ايران ترمنځ تاؤتريخوالی کم شي" .

د وزيراعظم د باندنيو چارو صلاح کار وئيلي پاکستان د شام د شخړې پُرامنه حل غواړي او د خبرو د بحالۍ دپاره د ټولو هڅو ملاتړ کوي .

د باندنيو چارو د کمېټۍ مشر اوېس لغاري د غونډې نه پس ميډيا سره خبرو کې وئيلي کمېټۍ د سعودي او ايران په شخړه د پاکستان د موقف ستائنه کړې ده .

د سرتاج عزيز لخوا د سعودي عرب په مشرۍ د پوځي اتحاد په اړه بيان په داسې مهال مخې ته راغلی چې سعودي عرب تېره مياشت د پاکستان په ګډون د ۳۴ اسلامي ملکونو د پوځي اتحاد جوړولو اعلان کړی ؤ او پاکستان يې د هرکلي کولو ترڅنګ وئيلي ؤ دا چې په دغه اتحاد کې به د پاکستان کوم کردار وي اسلام اباد به د رياض لخوا د تفصيلاتو مخې ته راتلو نه پس پرېکړه کوي .

د اتوار په ورځ د سعودي عرب د دفاع وزير محمدبن سلمان د پاکستان په دوره راغلی د وزيراعظم نوازشريف او پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف سره يې ليدلي وو .

د سعودي د دفاع وزير سره د پوځ سرلښکر د ليدو نه پس ائي اېس پي ار په جاري کړي بيان کې وئيلي ؤ چې د سعودي عرب او خليجي هېوادونو امن د پاکستان دپاره مهم دی او زياته کړې يې وه که چرته سعودي عرب د کومې خطرې سره مخ کيږي نو پاکستان به ورته په کلکه ځواب ورکوي .

له دې وروستو نوموړي د وزيراعظم نوازشريف سره ليدلي وو ، نوازشريف د سعودي عرب لخوا د ترهګرۍ په ضد د اسلامي ملکونو د پوځي اتحاد جوړولو د هرکلي کولو ترڅنګ سعودي نائب ولي عهد ته د ترهګرۍ او انتهاپسندۍ په ضد د پاکستان د هر قسمه ملاتړ باور ورکړی ؤ .

د سعودي عرب د دفاع وزير محمدبن سلمان د دورې نه درې ورځې وړاندې د دغه ملک خارجه وزير عادل الجبېر د اسلام اباد په سفر راغلی ؤ .

د سعودي عرب دغو لوړ پوړو چارواکو په داسې مهال د پاکستان دورې کړي ، چې سعودي عرب کې د يو شيعه عالم شېخ نم النمر په دار د ځړولو وروستو سعودي د ايران سره سفارتي اړيکې ختمې کړي دي ، او د دواړو ملکونو ترمنځ شخړه روانه ده .

XS
SM
MD
LG