لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فرقه واريت ياپه سيمه کې ثبات: سعودي دې يوکار واخلي، جواد ظريف


جواد ظريف وئيلي ، مونږ اوس هم د صبر نه کار اخلو خو يو اړخيزه صبر تر ډېره وخته نه شي پاتې کېدی .
جواد ظريف وئيلي ، مونږ اوس هم د صبر نه کار اخلو خو يو اړخيزه صبر تر ډېره وخته نه شي پاتې کېدی .

د ايران خارجه وزير جواد ظريف په سعودي عرب غږ کړی چې په منځني ختيز کې دې په دواو کې یوه لار غوره کړي او هغه دا چې ایا سیمه کې انتهاپسندۍ او فرقه ييزه کرکې ته وده ورکول غواړي او که سيمې د ثبات او ودې دپاره کردار ترسره کولو کې دلچسپي لري.

امريکايي ورځپاڼې نيويارک ټائمز کې په يو مضمون کې جوادظريف د سعودي عرب لخوا د نړيوالو قوتونو سره د ايران د جوهري تړون په مخالفت کولو ، يمن کې د پوځي عملياتو او ايراني سفارتي تنصيباتو باندې د حملې سره تېر کال په حج کې د سلګونو ايرانيانو په وژنه په سعودي نيوکې کړي دي .

تير کال د ايران او سعودي عرب ترمنځ د يمن او شام په شخړه باندې تاؤتريخوالی رامنځته شوی چرته چې دواړه ملکونه د مخالفينو مرستې کوي .

سعودي عرب تېره اوونۍ ايران سره سفارتي اړيکې ختمې کړي دي ، دا په داسې مهال چې په سعودي کې د يو شيعه عالم شېخ نمرالنمر په دار د ځړېدو وروستو تهران کې مظاهره چيان د سعودي په سفارتخانه ورختلي او سوزولې يې وه .

جواد ظريف د شېخ نمر تيزندۍ ته وحشي عمل وئيلی او د هغې نه پس يې د سعودي عرب لخوا د ايران په ضد د سختو بيانونو يادګېرنه کړ ې او زياته کړې يې ده چې د ايران حکومت بيا هم د سفارتي اړيکو ختمولو په توګه خپل غبرګون نه دی څرګند کړی .

جواد ظريف په نيويارک ټائمز کې ليکلي چې " مونږ اوس هم د صبر نه کار اخلو خو يو اړخيزه صبر تر ډېره وخته نه شي پاتې کېدی، ايران په سيمه کې کړکېچ سېوا کول نه غواړي او مونږ ته د انتهاپسندۍ د خطرې د مخنيوي دپاره د يو والي ضرورت دی " .

د سعودي عرب خارجه وزير عادل الجبېر د اتوار په ورځ بيا د ايران په ضد سخت غبرګون ښکاره کړی او وئيلي دي چې که چرته ايران فرقه ييزه جارحيت، ترهګري او تشدد نه پريږدي نو د عرب ملکونو لخوا به رد کړی شي .

الجبېر د عرب ليګ د خارجه وزيرانو لخوا راجوړې يوې بېړنۍ غونډې ته وينا کوله چې پکې نوموړي يوګډ بيان جاري کړی او په هغې کې يې ايران کې د سعودي په سفارتخانه بريد او د ايران لخوا په عرب معاملاتو کې د لاس وهنې غندنه شوې ده .

لبنان چرته چې په لويه شمېره کې د شيعه مسلک سره تعلق لرونکو ابادي ده او د ايران ملاتړي لرونکې وسله واله ډله حزب الله پکې موجوده ، لبنان عرب ليګ يواځينی هېواد دی چې د دغه بيان ملاتړ يې نه دی کړی .

د عرب ليګ مشر نبيل العربي وئيلي د عرب هېوادونو کميټي به د ايران په لاس وهنه خبري کوي چې څنګه ورسره مخامخ شي او خاتمه يې اوکړي .

د خالي په ورځ د شپږ عرب هېوادونو ګلف کواپرېشن کونسل (جي سي سي) لخوا هم دغه بيان جاري شوی ؤ .

په کونسل کې شامل هېوادونه چې په عرب ليګ کې شامل دي ، سعودي عرب، بحرېن، قطر، عمان، کويت او متحده عرب اماراتو په ايران باندې سعودي عرب او د سيمې نورو ملکونو په داخلي معاملاتو کې په لاس وهنه نيوکې کړي دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG