لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امريکې بمبارالوتکې په جنوبي کوريا پرواز کړی


د ايټمي وسلې توان لرونکې الوتکه (بي ـ۵۲) په اوسان ائيربېس باندې دپاسه په الوت ليدل شوې ده ،
د ايټمي وسلې توان لرونکې الوتکه (بي ـ۵۲) په اوسان ائيربېس باندې دپاسه په الوت ليدل شوې ده ،

د امريکايي پوځ د اوږدې فاصلې جنګي الوتکې نن د اتوار په ورځ په جنوبي کوريا پرواز کړی دی ، او په ښکاره باندې دغه پرواز د شمالي کوريا لخواد تازه ايټمي تجربي غبرګون دی .

د ايټمي وسلې توان لرونکې الوتکه (بي ـ۵۲) په اوسان ائيربېس باندې دپاسه په الوت ليدل شوې ده ، اوسان د دواړو کورياګانو ترمنځ د پولې نه په ۷۲کلوميټره لرې پروت بېس دی .

د دغه الوتکې سره د امريکې او جنوبي کوريا دوه جنګي الوتکي هم په الوت وې ، وروستو دغه الوتکه نزدې د ګوام په اډه باندې کوزه شوې ده .

بحرالکاهل کې د امريکايي کمانډ مشر اېډمرل هېري بي هېرس جونيئر په يو بيان کې دغه پرواز ته د جنوبي کوريا، جاپان او خپلو اتحاديانو په ګډون د امريکا د سلامتۍ دپاره د کلک عزم څرګندونه وئيلې ده .

د امريکا او جنوبي کوريا د ګډ پوځي کمانډ مرستيال مشر لفټننټ جنرال ټېرنس اوشاؤګنسي د الوتکې د پرواز نه پس يو بيان جاري کړی او وئيلي يي دي چې امريکا به د جنوبي کوريا د دفاع دپاره ثابت قدم ولاړه وي .

په کال ۲۰۱۳م کې هم د شمالي کوريا لخوا د ايټمي تجربې نه سمدست وروستو امريکا جنوبي کوريا ته خپله بمبار الوتکه لېږلې وه .

د اتوار په ورځ د دغه تازه پرواز نه لږه شيبه وړاندې د شمالي کوريا مشر جونګ اُن د ايټمي تجربې په دفاع کې وئيلي چې ( دا يې د رياستي خودمختارۍ جائز حق او سم قدم دی او په دې باندې چاته د تنقيد حق حاصل نه دی ).

د تېرې شورو په ورځ شمالي کوريا ادعا کړې وه چې هغه داسې ملک جوړ شو چې هائيډروجن بم هم لري .

د پيانګ يانګ د دغه ادعا نه پس امريکا او نړيوالې ورورولۍ په شمالي کوريا سختې نيوکې کړي او په شمالي کوريا يې د بندېزونو نور سختولو په اړه غور شورو کړی دی .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG