لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي کوريا شمالي کوريا لپاره امداد اؤ رابطې ځنډولي


 دجنوبي کوريا ديونيفيکيشن وزارت يو چارواکي دنوم نۀ څرګندولو په شرط خبريالانو ته وئيلي دي چې تازه جوهري تجربه يو سخت ګام ؤ چې ورسره دجزيرې پشان کوريا امن اؤ دسيمې ثبات اغيزمن کړى دى.
دجنوبي کوريا ديونيفيکيشن وزارت يو چارواکي دنوم نۀ څرګندولو په شرط خبريالانو ته وئيلي دي چې تازه جوهري تجربه يو سخت ګام ؤ چې ورسره دجزيرې پشان کوريا امن اؤ دسيمې ثبات اغيزمن کړى دى.

جنوبي کوريا وئيلي دي دپيانګ يانګ له لوري روانه اوونۍ کې دشوې جوهري تجربې ردعمل کې شمالي کوريا لپاره خپل امداد په عارضي توګه ځنډوي اؤ خپل مينځي تبادلې محدودوي.

دجنوبي کوريا ديونيفيکيشن وزارت يو چارواکي دنوم نۀ څرګندولو په شرط خبريالانو ته وئيلي دي چې تازه جوهري تجربه يو سخت ګام ؤ چې ورسره دجزيرې پشان کوريا امن اؤ دسيمې ثبات اغيزمن کړى دى.

هغه وويل دخپلو وګړو دتحفظ باوري کولو لپاره به حکومت دکائيسونګ صنعتي کمپليکس کې دخپلو وګړو داخله محدودوي، دغه کمپليکس کې پنځوس زره دشمالي کوريا وګړي دجنوبي کوريا ١٢٠ فيکټريانو کې کار کوي.

هغه وويل حکومت به يواځې دجنوبي کوريا هاغو کاروباري شخصياتو اؤ کارکوونکو ته دغلته دورتللو اجازه ورکوي څوک چې نيغ په نيغه دغلته دفيکټرانو سره تړلي دي.

دا دوهمه موقعه ده چې جنوبي کوريا پخپلو وګړو دغه صنعتي کمپليکس کې دداخلې جزوي بنديز لګوي،٢٠١٣م کې دپيانګ يانګ له لوري ددريمې جوهري تجربې څخه وروستو سيؤل دغسې ګام اخستى ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG