لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان سعودي عرب ته دغيرمشروط ملاتړ باور ورکړى


 دپاکستان وزيراعظم ميا نوازشريف وئيلي دي چې پاکستان دمداخلت نۀ کولو په نړيوالو اصولو باور لري.
دپاکستان وزيراعظم ميا نوازشريف وئيلي دي چې پاکستان دمداخلت نۀ کولو په نړيوالو اصولو باور لري.

دميډيا راپورونه وائي چې پاکستان سعودي عرب ته په داسې حال کې دملاتړ باور ورکړى چې دايران اؤ سعودي عرب ترمينځ اړيکې تاؤژنې دي، سعودي عرب دترهه ګرۍ دمخنيوي لپاره يو ائتلاف هم جوړوي اؤ پاکستان ددغه ائتلاف دملاتړ باور هم ورکړى.

دپاکستان وزيراعظم ميا نوازشريف وئيلي دي چې پاکستان دمداخلت نۀ کولو په نړيوالو اصولو باور لري.

دغه څرگندونې پاکستاني وزيراعظم داسلام اباد په دوره ورغلي دسعودي عرب دبهرنو چارو وزير عادل احمد الجبير سره دليدنې په مهال کړي دي.

دسعودي عرب دبهرنو چارو وزير اسلام اباد کې وزيراعظم نوازشريف اؤ دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف سره بيلا بيلې ليدنې کړي اؤ ددورې دمکمليدو څخه وروستو نن وطن ته ستون شوى دى.

دليدنې څخه وروستو دخارجه دفتر څخه جاري شوې اعلاميه کې وئيل شوي دي چې وزيراعرم نوازشريف دسعودي عرب سره ددفاع،، امنيت اؤ تجارت په گډون په دوه اړخيزه مرستې غزولو زور راوړى دى.

دسعودي عرب دبهرنو چارو وزير نوازشريف سره دايران په اړه په معاملو هم خبرې اترې کړي دي اؤ هغه يې دترهه گرۍ په ضد دجوړ سعودي ائتلاف څخه خبر کړى دى.

داعلاميې په اړه دمقامي ميډيا راپورونو کې وئيل شوي دي چې پاکستان باور ورکړى دترهه گرۍ اؤ تندلاريتوب په ضد دټولو هڅو ملاتړ کوي اؤ دسعودي عرب خپلواکۍ ته دخطرې پيښيدو صورت کې به پاکستاني اولس هغوي سره اوږه په اوږه ولاړ وي.

په ډاگه دې وي چې تيره اوونۍ دسعودي عرب له لوري ديو شيعه مذهبي مشر نمرالنمر دتيزندي کولو وروستو تهران کې دسعودي عرب په سفارت خانه حمله شوې وه اؤ وروستو سعودي عرب ايران سره خپلې سفارتي اړيکې قطع کړې وې.

دميډيا دراپورونو ترمخه عادل الجبير د٣٤ؤ اسلامي هيوادونو دائتلاف په اړه پاکستاني مشران اؤ دپوځ سرلښکر باور کې اخستى.

دراپورونو ترمخه نوازمشريف دسعودي خارجه وزير ته دترهه گرۍ په ضد دائتلاف دملاتړ باور هم ورکړى دى.

دپاکستاني پوځ دعامه اړيکو دڅانگې ائي ايس پي ار ترمخه دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف سره ليدنه کې دواړو مشرانو دسيمه ييزې سلامتۍ په صورتحال خبرې اترې کړي دي.

دسعودي خارجه وزير سيمه کې دامن اؤ ترهه گرۍ په ضد جگړه کې دپاکستان دهڅو ستائينه کړې ده.

هغه دپاکستان دخارجه دفتر دوره هم کړې اؤ دغلته يې دخارجه چارو دمشاور سرتاج عزيز سره يو په يوه ليدنه کړې ده.

په دغه موقع ميډيا سره خبرو کې عادل الجبير دخپلې دورې مقصد دپاکستان اؤ سعودي عرب ترمينځ ددوستۍ مضبوطوالى ښودلى اؤ سرتاج عزيز هم دهغه دوره گټوره وبلله اؤ دسعودي عرب اؤ ايران ترمينځ تاؤتريخوالي کې يې دکمي هيله څرگنده کړه.

په ډاگه دې يو چې دسعودي عرب خارجه وزير په دوه ورځنۍ دوره په دريمه جنورۍ اسلام اباد ته راتلو خو دسعودي عرب اؤ ايران ترمينځ اړيکو کې دتاؤتريخوالي وروستو هغه دغه دوره ځنډولې وه.

دسعودي عرب اړ ايران ترمينځ دتاؤتريخوالي وروستو دهغه دغه دورې ته زيات ارزښت ورکړل کيدو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG