لاس رسیدونکی لینک

سعودي عرب يمن کې دايران په سفارت خانه فضائي حملې کړي،تهران


دايران سرکاري ميډيا دبهرنو چارو دوزارت ديو وياند له خُلې وئيلي دي چې صنعا کې په سفارت خانه ميزائيلونه داغل شوي چې په نتيجه کې يې دعملې گڼ غړي ژوبل شوي دي.

ايران تور لگولى دى چې دسعودي عرب په مشرۍ کې دجوړ ائتلاف جنگي الوتکو ديمن پلازمينه صنعا کې دهغوي په سفارت خانه ارادتاً فضائي حملې کړي دي چې ورسره دايران اؤ سعودي عرب ترمينځ سفارت بحران نور هم شدت خپل کړى دى.

دايران سرکاري ميډيا دبهرنو چارو دوزارت ديو وياند له خُلې وئيلي دي چې صنعا کې په سفارت خانه ميزائيلونه داغل شوي چې په نتيجه کې يې دعملې گڼ غړي ژوبل شوي دي.

دايران دخارجه وزارت وياند حسين جبير انصاري وئيلي دي چې ديمن پلازمينه کې دسعودي عرب په مشرۍ دائتلاف لخوا شوې دغه شکمنې حملې دهاغو نړيوالو اصولو خلاف دي کوم چې سفارتي مشنونو ته تحفظ ورکوي.

هغه وئيلي دي چې سعودي عرب دسفارت خانې ودانۍ ته دزيان رسولواؤ دعملې دځينو کسانو دژوبل کولو ذمه وار دى.

په عين حال کې دسعودي ائتلاف يو وياند وئيلي دي چې هغوي دياغيانو ميزائيل لانچرز په نخښه کړي اؤ ياغيان خالي سفارت خانې دخپلو کارروائيو لپاره کاروي.

سعودي عرب يمن کې دايران پلوه حوثي ياغيانو په ضد فضائي حملې ترسره کوي.

په ډاگه دې وي چې تيره اوونۍ دسعودي عرب له لوري ديو شيعه مذهبي مشر نمرالنمر دتيزندي کولو وروستو تهران کې دسعودي عرب په سفارت خانه حمله شوې وه اؤ وروستو سعودي عرب ايران سره خپلې سفارتي اړيکې قطع کړې وې.

XS
SM
MD
LG