لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دجنرل راحيل لخوا دکالعدم تنظيمونودنۀ زغملو غږ


 دسرچينو وينا ده چې دغه غونډه کې افغانستان کې افغانستان کې دامن مذاکراتودعمل اؤ پاکستان کې دترهه گرۍ دمخنيوي دگامونو جاج اخستل شوى دى.
دسرچينو وينا ده چې دغه غونډه کې افغانستان کې افغانستان کې دامن مذاکراتودعمل اؤ پاکستان کې دترهه گرۍ دمخنيوي دگامونو جاج اخستل شوى دى.

دپاکستاني پوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف دهيواد په ښاري سيمو کې دترهه گريزو ډلو په ضد روانو عملياتو کې دامنيتي ځواکونو اؤ حساسو ادارو دکردار ستائينه کړې خو ددې ترڅنگ يې دکالعدم تنظيمونو دنۀ زغملو دتگلارې په دوامداره ساتلو زور راوړى دى.

دکورکمانډرانو دکانفرنس څخه وروستو دپاکستاني پوځ دعامه اړيکو دڅانگې( ائي ايس پي ار) له لوري جاري شوي بيان کې وئيل شوي دي چې هيواد کې دترهه گرو دنيټ ورک ماتولو لپاره دامنيتي ځواکونو اؤ حساسو ادارو له لوري داستخباراتي معلوماتو په اساس روانو عملياتو کې دترلاسه شوؤ کاميابو په ستائيلو سره جنرل راحيل دترهه گريزو ډلو دنۀ زغملو اراده تکرار کړې اؤ اړونده ادارو ته يې امر کړى چې دامن اؤ ثبات تر ټينگښت پورې دې دغه هڅې دوامداره وساتلى شي.

دا په داسې حال کې ده چې څو مياشتې دمخه پاکستان کې داليکټرانک ميډيا څارنيزې ادارې” پيمرا“ ټولو سيټلا ئټ ټي وي چينلو اؤ ايف ايم ريډيو سټيشنو ته د٧٢ؤ کالعدم تنظيمونو دڅه رقم کوريج څخه دډډې کولو وينا کړې وه خو ناقدين بيا وائي حکومت ددغوتنظيمونو په کوريج بنديز لگوي خو ټول ملک کې ددغو ډلو په کار کولو پابندي نۀ لگي اؤ هغوي پاکستان کې په ځانگړې توگه دقدرتي افتونو څخه وروستو اغيزمنو سيمو کې امدادي هلو ځلو کې په ډاگه برخه اخلي.

خو بل لوري ته حکومت وئيلي وؤ کالعدم تنظيمونو ته به په يوه توگه هم امدادي هلو ځلو کې دبرخې اخستو اجازه نۀ ورکول کيږي

دسرچينو وينا ده چېدکورکمانډرانو دغه غونډه کې افغانستان کې افغانستان کې دامن مذاکراتودعمل اؤ پاکستان کې دترهه گرۍ دمخنيوي دگامونو جاج اخستل شوى دى.

دسرچينو وينا ده چې دپوځي مشرانو غونډه کې مينځني ختيز کې په روان صورتحال هم خبرې اترې شوي دي.

غونډه کې دهيواد دمجموعي امنيتي صورتحال ترڅنگ په خارجي صورتحال اؤ پيشه وارانه چارو هم بحث شوى دى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG