لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګرو ملتونو د شمالي کوريا د هائيډروجن بم د تجربې غندنه کړې


د قامي سلامتي کونسل وياند نېډ پرائس په يو بيان کې وئيلي چې امريکا پرله پسې دا خبره په ډاګه کړې چې هغه به شمالي کوريا د ايټمي قوت په توګه قبول نه کړي .
د قامي سلامتي کونسل وياند نېډ پرائس په يو بيان کې وئيلي چې امريکا پرله پسې دا خبره په ډاګه کړې چې هغه به شمالي کوريا د ايټمي قوت په توګه قبول نه کړي .

د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل د شمالي کوريا لخوا د تازه ايټمي تجربې نه پس په دغه ملک په نوؤ بندېزونو لګولو کار کوي ، او بل لور ته امريکا او نور نړيوال قوتونه د پيانګ يانګ په دغه ادعا شک کوي چې په ځمکه کې دننه يې د هائيډروجن بم کاميابه تجربه کړې ده .

د سلامتي کونسل د بېړنۍ غونډې نه پس وئيل شوي چې د شمالي کوريا دغه ګام د نړيوال امن دپاره ډاګيزه خطره او د سلامتي کونسل د هغو قراردادونو ښکاره سرغړونه ده ، کوم چې دغه ملک د ايټمي وسلو جوړولو نه منع کوي .

په واشنګټن کې سپينې ماڼۍ په شمالي کوريا نيوکې کړي او وئيلي يي دي چې د دغه چاؤدنې په اړه لمړۍ امريکايي تجزيې د دغه بيان سره سمون نه خوري ، چې شمالي کوريا د هائيډروجن بم ټيکنالوجي ترلاسه کړې ده .

د قامي سلامتي کونسل وياند نېډ پرائس په يو بيان کې وئيلي چې امريکا پرله پسې دا خبره په ډاګه کړې چې هغه به شمالي کوريا د ايټمي قوت په توګه قبول نه کړي .

هغه وئيلي مونږ به په سيمه کې دخپلو اتحاديانو په ګډون د جمهوري کوريا تحفظ او دفاع جاري ساتو، او د شمالي کوريا هرقسمه اشتعال ته به ځواب ورکوؤ.

د ملګرو ملتونو سيکرټري جنرل بان کي مون د دغه ګام سخته غندنه کړې او وئيلي يي دي دغه کار د سيمې سلامتي کمزوری ، او د ايټمي وسلو نه خورولو نړېواله هڅې سختې اغېزمنده کوي .

د شورو په ورځ سحر د شمالي کوريا په سرکاري ټي وي باندې اعلان شوی ؤ چې (مونږ داسې ايټمي رياست جوړ شو چې ورسره هائيډروجن بم هم دی ) . په بيان کې دغه خبرې ته ملکي خپلواکي او دفاع ووئيل شوه .

شمالي کوريا له دې وړاندې په کال ۲۰۰۶م، ۲۰۰۹م او ۲۰۱۳م کې ايټمي تجربې کړي دي .

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG