لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ: پوليس مقابله کې پينځه وسله وال وژل شوي


د کراچۍ په سهراب ګوټ سيمه کې له دې وړاندې هم وخت په وخت دغه ډول مقابلې شوي او پوليس په دغو مقابلو کې د وسله والو د وژنو ادعاوې کړي دي .
د کراچۍ په سهراب ګوټ سيمه کې له دې وړاندې هم وخت په وخت دغه ډول مقابلې شوي او پوليس په دغو مقابلو کې د وسله والو د وژنو ادعاوې کړي دي .

د پاکستان تر ټولو غټ صنعتي ښار کراچۍ کې پوليس ادعا کړې چې په يوه مقابله کې يې د تحريک طالبان پاکستان پينځه غړي وژلي دي ، پوليس وئيلي په يوه بله کارروائۍ کې يې هم څلور وسله وال نيولي دي .

د کراچۍ ښار په سهراب ګوټ سيمه کې نن د شورو په ورځ ترسره شوې د پوليس مقابلې په اړه د ملير ضلعې د پوليس مشر اېس اېس پي راؤانوار ډيوه ريډيو سره خبرو کې ووئيل د وسله والو د موجود ګۍ په اطلاع دويې چهاپه ووهله او بيا په دغه مهال وسله والو سره نښته وشوه .

" دغه عمليات په سهراب ګوټ کې د قبرستان نه شاته شوي دي ، دويې (وسله والو) ځانله يو ځايي جوړ کړی ؤ د دفتر په توګه يي کارولو ، په مقابله کې د ټي ټي پي پينځه وسله وال وژل شوي دي او د دوؤ پېژندګلو پکې شوې ده " .

راؤ انوار زياته کړه د وژل شوؤ کسانو نه وسله هم ترلاسه کړی شوې ده ، او د درېو نورو وژل شوؤ کسانو د پېژندګلو دپاره تحقيقات کولی شي .

د کراچۍ په سهراب ګوټ سيمه کې له دې وړاندې هم وخت په وخت دغه ډول مقابلې شوي او پوليس په دغو مقابلو کې د وسله والو د وژنو ادعاوې کړي دي .

په کراچۍ ښار کې پوليس او رېنجر په ګډه د کال ۲۰۱۳م د ستمبر د مياشتې راهسې د وسله والو ، هدفي وژونکو، قلنګ اخستونکو او نورو جرمونو کې د ککړو کسانو په ضد عمليات کوي .

يواځې په تېر کال کې د رېنجرو د شمېرې ترمخه په ۶۹ مقابلو کې ۱۵۲ سخت جرائم پېشه او ترهګر وژل شوي وو ، رېنجرو وئيلي تېر کال يې په کراچۍ کې ټول ۴۰۷۴ کسان نيولي دي .

د چارواکو په وينا نن د شورو په ورځ د ښار په ډيفنس علاقه کې هم په يوه چهاپه ماره کارروائۍ کې څلور وسله وال نيول شوي دي ، او ځايي ميډيا وايي چې ددغو کسانو تعلق هم د تحريک طالبان پاکستان سره دی .

خو د نيول شوؤ کسانو په اړه د ډيفنس تهاڼې د پوليس مشر کمال نسيم ډيوه ريډيو ته ووئيل د دغو کسانو نه تفتيش روان دی .

" د ډېفنس په فېز ون سيمه کې د نرسرۍ سره نزدې په سروس روډ باندې نن سحر دغه عمليات شوي او څلور کسان نيول شوي دي ".

خو نوموړی پخلی اونه کړو چې د نيول شوؤ کسانو تعلق د کومې ډلې سره دی ، او زياته يې کړه دويې د نيول شوؤ کسانو نه تفتيش کوي او زر به د دويې پېژندګلو هم په ډاګه کړي .

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG