لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بنگله ديش :جنگي جرمونو کې دسياسي مشر دمرگ سزا برقراره


سترې محکمې دجماعت اسلامي دمشر مطيع الرحمان نظامي لخوا دمرگ دسزا په ضد اپيل رد کړى چې له دې وروستو دهغه دمرگ په سزا دعمل درامد لاره هواره شوې ده.
سترې محکمې دجماعت اسلامي دمشر مطيع الرحمان نظامي لخوا دمرگ دسزا په ضد اپيل رد کړى چې له دې وروستو دهغه دمرگ په سزا دعمل درامد لاره هواره شوې ده.

دبنگله ديش سترې محکمې دشورو په ورځ دهيواد دترټولو لويې سياسي اؤ مذهبي گوند دمشر جنگي جرمونو کې اوريدل شوې دمرگ سزا برقراره ساتلې ده.

سترې محکمې دجماعت اسلامي دمشر مطيع الرحمان نظامي لخوا دمرگ دسزا په ضد اپيل رد کړى چې له دې وروستو دهغه دمرگ په سزا دعمل درامد لاره هواره شوې ده.

په يو وخت کې حکومتي وزير پاتې شوي سياسي مشر ته په کال ١٩٧١ء کې پاکستان څخه دازادۍ دترلاسه کولو جنگ کې دنسل کشۍ، تشدد اؤ زياتي پيښو کې دککړتيا په جرم کې اکتوبر کال ٢٠١٤م کې خصوصي ټربيونل دمرگ سزا اورولې وه، ددغه جنگ په نتيجه کې دپاکستان ختيزه برخه دموجوده بنگله ديش په صورت کې يو ازاد ملک جوړ شوى ؤ.

بنگله ديش دعوه کوي چې هاغه وخت دپاکستاني پوځ سره په گډه بنگله ديش کې دهغوي پلويانو خواؤشا ديرش لکه خلک وژلي، دوؤ لکو ښځو سره زياتى شوى اؤ يو کروړ خلک گاونډي هيواد هند کې په پناه اخستو مجبور شوي وؤ.

دبنگله ديش جماعت اسلامي گوند پاکستان څخه دبيلتون په ضد ؤ.

دبنگله ديش وزيراعظمې شيخ حسينه واجد ٢٠١٠م کې دجنگي جرمونو مقدمو لپاره خصوصي ټربيونل جوړ کړى ؤ اؤ تر دې مهاله دحزب اختلاف گڼو مشرانو ته دمرگ سزاگانې اورول شوي دي.

حزب اختلاف ددغه ځانگړي ټربيونل کارروائي ردوي اؤ تور لگوي چې حکومت په شکمنه توگه خپلو مخالفينو څخه سياسي انتقام اخستو لپاره دغه مقدمې کاروي.

دبشري حقونو دتنظيمونو لخوا ددغه ټربيونل په کارروائيو دتحفظاتو څرگندونه شوې اؤ وئيل شوي چې دغه کارروايۍ دبين المللي معيار سره مطابقت نۀ لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG