لاس رسیدونکی لینک

هلمند کې يو امريکايي عسکر وژل شوی،دوه ژوبل


د نېټو مشن تېره مياشت په صوبه کې د افغان ځواکونو د ملاتړ دپاره امريکايي او برطانوي پوځي مشاور ځايې په ځايې کړي دي

د افغانستان په هلمند صوبه کې د عملياتو په مهال يو امريکايي عسکر وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي دي .

د امريکې د دفاع چارواکو وئيلي د امريکا د خصوصي ځواک غړي په د مارجا ښار سره په نزدې په هغه سميه کې په عملياتو کې بوخت وو ، چرته چې په ورستيو کې طالب وسله والو کارروايانې زياتې کړي دي .

د امريکا د دفاع يو چارواکي د نهې په ورځ وايس اف امريکا ته د نوم نه څرګندولو په شرط وئيلي د ژوبل عسکرو د راويستو دپاره مارجا ته هيلي کاپټر لېږل شوی خو د هيلي کاپټر د ودانۍ د ديوال سره د لګيدو په وجه د دې قابل نه دی پاتې شوی .

ولې نوموړي وئيلي چې هيلي کاپټر اوس هم په مارجا کې موجود دی او د ژوبل عسکرو د راويستو هڅې کوي .

او يو بل امريکايي چارواکي کرنل مائيکل لارن وايس اف امريکا ته وئيلي چې هيلي کاپټر ويشتل شوی نه دی .

او يو سينئير چارواکي وئيلي دويم مېډيوېک هيلي کاپټر د مارټر ګولې د داغلو په وجه کوزېدو ته نه دی پرېښودی .

د افغانستان تر ټولو غټې صوبې هلمند په ۱۴ کې ۱۰ ضلعې يا خو د طالبانو د ولقې لاندې پاتې شوي او يا پکې د طالبانو او افغان امنيتي ځواکونو ترمنځ سختې جګړې شوي او روانې دي .

په تېرو اوونو کې په هلمند کې د طالبانو لخوا په ځينو علاقو کې د پرمختګ له کبله په افغانستان کې د نېټو مشن تېره مياشت په صوبه کې د افغان ځواکونو د ملاتړ دپاره امريکايي او برطانوي پوځي مشاور ځايې په ځايې کړي دي چې د افغان ځواکونو د هلمند بيرته اخيستو دپاره رابطې او هڅې پياوړې کړي .

راپورونه وايي د نهې په ورځ د وژل شوي امريکايي عسکر پېژندګلو نه ده شوې .

په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو وياند بريګيډيئر جنرل ولسن ای شوفنر په دغه زيان سخت خفګان څرګند کړی دی .

افغانستان کې په وروستيو کې د وسله والو مخالفينو لخوا په بريدونو او چاؤدنوکې زياتوالی مخې ته راغلی دی .

د نهې په ورځ د ننګرهار صوبې په مرکز جلال اباد کې يوه چاؤدنه شوې چې په نتيجه کې يې د کومې مرګ ژوبلې خبر مخې ته نه دی راغلی .

ځايي چارواکو وئيلي چاؤدنه په داسې ځايې کې شوې چرته چې د پاکستان، هند او ايران ترڅنګ د مختلفو ملکونو قونصلګرۍ موقعيت لري .

د اتوار په ورځ د افغانستان په شمال کې پرتې صوبې بلخ په مرکز مزارشريف کې د هند په قونصلګرۍ بريد ناکامه کړی شوی ؤ.

XS
SM
MD
LG